احمد ولي هوتک له چارواکو ګیله من دی

د افغانستان د فري فایټ لوبې پیاوړی لوبغاړی احمد ولي هوتک په خپله رسمي فېسبوک پاڼه د خپل زړه بړاس وېستلی  او له دولت يې غوښتنه کړې ده، چې بايد هغه کسان ونيسي، کومو چې پر ده بريد کړى و. نوموړي همدا راز په هند کې د خپلو عملياتو په اړه هم معلومات له خپلو مينه والو سره شريک کړي دي.

احمد ولي هوتک وايي:

((حکومته! ماته انصاف راکړه، پر ما د جبر عاملين د قانون منګلو ته وسپارئ.))

د هند ډاکټرانو زما د ټپونو بيا عمليات وکړل خو امنيتي ځواکونو د پېښې په عاملينو عمليات نه دي کړي.
زه بيرته جوړ شم، بيا به راشم او بيا به تاسو ته خندا درکړم.
حکومته! ماته انصاف راکړه، پر ما د جبر عاملين د قانون منګلو ته وسپارئ.

یاده دې وي چې احمد ولي هوتک وړاندې له دې چې په روسیه کې د روسي سیال په وړاندې مسکو ته ورسي، د کابل په کارته نو کې د نا معلومو کسانو له لورې په چاقوانو وهل شوی وو او نوموړی یې ژوبل کړی وو. هوتک د خپلو ټپونو له امله د روسي سیال سره سیالي ونه شوه کړای.