د هند او فغانستان معلولينو د یو ورځنيو لوبو لړۍ مساوي کړه

 د هند او فغانستان معلولينو د یو ورځنيو لوبو لړۍ مساوي کړه

دغه سیالۍ د هندوستان په ممبي ښار کې د افغانستان او کوربه هېواد هندوستان د معلولينو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ وشوې، چې پنځوس اوریزه سیالېو لوبلړ یې نن په مساوي توګه پای ته ورسېد.
نن د ډیسمبر په اوولسمه ددې لوبلړ دومه یو ورځنۍ سیالۍ ترسره شوه، پچه یې کوربه معلولینو لوبډلې وګټله او خپله یې توپ اچونه غوره کړه. افغان معلولینو لوبډله چې کله توپوهنې ته راښکته شوه، خپل ټول لوبغاړي یې ولوبول او د ۱۴۹ منډو هدف یې کوربه هند لوبډلې ته وټاکه.
د افغان توپ وهونکو له لورې طفیل ۳۷ او محمدالله ۳۲ منډې جوړې کړې.
په دوهمه پاڼۍ کې چې کله د هند معلولينو لوبډله میدان ته د توپوهنې لپاره راښکته شوه، د پورته هدف د رانیولو په موخه یې ټول لوبغاړي ولوبول، خو هدف ته په رسېدو کې پاتې راغلل او ایله ۷۷ منډې یې جوړې کړې. په دې سره افغانستان په ۷۱ منډو د لوبلړ دوهمه سیالۍ وګټله او سیریز یې مساوي کړ.

د افغان توپ اچونکو له لورې عبدالله عصمتي او سين الله ۳ ـ ۳، شیرین اغا او شعیب بیا د هند ۲ ـ ۲لوبغاړي وسوځول.
هېره دې نه وي چې د دې لوبلړ لومړۍ سیالۍ هندوستان ګټلې وه او د شل اوریزو لوبو لړۍ بیا هند لوبډلې ۲ د یو پر وړاندې ګټلې وه.