افغان کرکټ بورډ پر ځوان لوبغاړي شقیق الله شفق بندېز ولګاوه

د کرکټ ملي لوبډلې پر لوبغاړي شفیق الله شفق د افغانستان کرکټ بورډ ادارې، د فساد پر وړاندې د مبارزې قانون څخه د سرغړونې له امله له د دوشنبې ورځې د فبروري له لسمې نېټې تر وروستۍ پرېکړې صادرولو پورې بندیز ولګېد. د کرکټ ملي لوبډلې پر لوبغاړي شفیق الله شفق د افغانستان کرکټ بورډ ادارې، د فساد پر وړاندې د مبارزې قانون څخه د سرغړونې له امله له ننه تر وروستۍ پرېکړې صادرولو پورې بندیز ولګېده.
د نوموړي سرغړونې، د افغانستان غوره لیګ د لومړي پړاو پر مهال او دغه راز د یوې بلې دوسېې اړوند دي چې پکې نوموړی له قانون پر سرغړونې تورن شوی دی. شفق تورن دی چې د افغانستان کرکټ بورډ د فساد پر وړاندې د مبارزې څانګې د لاندې مادو څخه یې د لوبو پرمهال سرغړونې کړي دي.
ماده : ۲-۱-۱ : د هر هغه تړون غړی جوړېدل یا هره هڅه چې له مخې یی د لوبې پاېله هرې خواته بدلون بیامومي، پرمختګ پکې راشي، ترسره شي او یا د لوبو په نورو اړخونو کې له وخت برابره شي.
ماده : ۲-۱-۳ : غوښتل، منل، وړاندیز کول او یا د بډې اخیستو منل او یا ورته نور امتیاز ترلاسه کول چې له امله یې له وخت وړاندې د لوبې حالت بدل شي او یا په یوه برخه کې مرسته وکړي، او یا په بله مانا په غیر مناسبه لاره په پاېله کې، پرمختګ ، ترسره کولو کې یې او یا د کورني کرکټ لوبې په بل اړه کې دخیل شي، او یا بډې اخیستل یقیني کړي او یا نور د فساد مشخص هدفونه چې په کورني کرکټ کې راپېښ شي.
ماده : ۲-۱-۴ : په لوی لاس غوښتل، چمتو کول، وړاندیز کول او یا د هڅولو هڅه کول او یا په نړېواله کچه بل ګډونوال ته زمینه برابرول چې له امله پکې له ۲.۱ مادې څخه سرغړونه وشي.
ماده : ۲-۴-۴ : د هغه وړاندیز یا بلنې په اړه په راپور ورکولو کې پاتې راتلل چې له مخې یې له دریو اړخونو یا افرادو لخوا د دوی په خوښه تا ته د لوبې حالت برابرولو کې د دوی د ډلې د غړي کېدو موافقه غوښتل کېږي.
ماده : ۲-۴-۵ : په یوه داسې مورد کې پاتې راتلل یا ترې انکار کول چې د کوم اړین دلیل پرته د فساد ضد څانګې ګمارل شویو مسوولینو ته د فساد کولو هر ډول وړاندیز معلومات شریک کړي، او دغه راز د هرې پېښې بشپړ جزیات، حقیقت یا مسلي توضیحات د کوم محدویت پرته ورکول چي پېښه کې د شریک کس پام ته راځي او یا د فساد ضد څانګې لپاره داسې اسناد په لاس کې لري چې له مخې یی کوم بل کس هم په ورته مواردو چې د فساد ضد څانګې سره سرغړونه کې شمېرل کیږي.
شفیق لله شفق ته د روان ۲۰۲۰ کال فبرورۍ میاشتې له نن ورځې یا ۱۰ نېټې وروسته ۱۴ ورځې مهلت ورکړل شوی، څو پر نوموړي د لګول شویو تورونو په اړه ځواب ووايي. دافغانستان کرکټ بورډ د فساد ضد څانګه د اوس لپاره تر وروستۍ پرېکړې پورې په دې اړه نور نظرونه نه ورکوي.