ځوان لوبغاړي ریس جیمز په جمپیونز لیګ کې ګول ولګاوه، نور هم شته

محمود خان منندوی

ریس جیمز د چیلسي د تاریخ ځوان لوبغاړی شو، چې په چمپیونز لیګ کې یي ګول ولګاوه

ایرلینګ هالنډ لومړی ځوان لوبغاړی شو، چې د چمپیونز لیګ په لومړیو څلورو لوبو کې یي ګولونه لګولي دي.

لیورپول د انګلستان لومړی کلب شو، چې 400 نړیوالې لوبې یي پوره کړې.

اینټر میلان په چمپیونز لیګ کې د لومړي ځل لپاره د 2 یا تر ‌دې د ډېرو ګولونو په مخکې والي سره لوبه وبایلله. په تېرو 28 مواردو کې یي هیڅکله ماته نه وه خوړلې.

تر هغه وروسته چې تېره شپه ډورټمنډ د اینټر میلان پر وړاندې کمبک وکړ، ډورټمنډ د لومړي ځل لپاره په چمپیونز لیګ کې 2-0 بایللې لوبه وګټله.

د 1986م کال په دې ورځ، سیر الیکس فیرګوسن د منچسټر یونایټیډ د روزونکي په توګه لومړۍ لوبه وکړه.

چیلسي په خپل تاریخ کې د چمپیونز لیګ په یوه لوبه کې د لومړي ځل لپاره په یوه نیمایه کې درې ګولونه وخوړل. ( دوه یي خپله ولګول)