بارسلونا ومنله چې جورأي البا ټپي دی او ۳ اوونۍ نه شي لوبېدلی، نور هم شته

محمود خان منندوی

بارسلونا اعلان کړه، چې جورډی البا زخمي شوی دی او 3 اوونۍ به له سیالېو ترسره کولو څخه بې برخې وې.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پیاوړی کرکټر رحمت شاه د ویسټ اینډیز پر وړاندې څلورمه پرلپسې پنځوسیزه ووهله. ( یو ورځنۍ لوبې)

د چمپیونز لیګ د دې فصل ډېر ګول وهوونکي لوبغاړي:

 ایرلینګ هالنډ: 7

 لیوانډوسکي: 5

 اشرف حکیمي: 4

اشرف حکیمي و ریال ماډریډ ته د بیا تګ په اړه وویل: ولي نه، هغه زما کور دی او هلته را پورته شوی یم. موږ به د فصل په پای کې سره ګورو.

نوموړي زیاته کړه، زه غواړم روزونکي ته دا وښيیم چې پر ما باندې حساب کولای شي او چې چیرې یي زړه وغواړي لوبولاي مي شي. زه همیشه د زیدان لپاره ښه بخت غواړم. دا چې بارسلونا د سلاویا پراها سره لوبه مساوي کړه، زه حیران نه شوم ځکه موږ په ډېر سخت ګروپ کې یو.

له هغه راهیسې چې میرانډا د بارسلونا څخه د شالکي سره په قرضي توګه یو ځای شوی دی، د دې کلب لپاره تر اوسه نه دی لوبیدلی.