ارټورو میلیو ټپي دی او ۳ اوونۍ نور هم نشي لوبېدلی، نور هم شته

محمود خان منندوی

رسمي:  ارټورو میلیو د زخمي کېدو په خاطر نورې درې اوونۍ هم نه شي لوبیدلی او په دې سره یي د هسپانیا سوپر کپ هم له لاسه ورکړ. ارټورو د فوټبال په ډګر کې پیاوړی لوبغاړی دی او په کور دننه او بهر ګڼ شمېر مینه وال او خوښوونکي لري.

مونډو ډیپورټیوو په یوه خبر کې ویلي دي، چې د بارسلونا %80 مینوال د والورډي څخه راضي نه دي.

 بارسلونا د هغه د ځایناستي لپاره یورګن کلوپ او رونالډ کومان په نظر کي لري، خو د کلوپ راتګ مشکل معلومیږي.

د مونډو ډیپورټیوو ورځپاڼي په یوې نظر پوښتني کې معلومه کړې ده، چي د بارسلونا %72.2 مینوال د عثمان ډیمبلي د خرڅېدو سره موافق دي.

 د ده ډېرو زخمي کېدو د بارسلونا د مینوالو صبر ختم کړی دی.

د کریکټ نړۍ والې شورا د ټیسټ لوبو د توپ وهونکو تازه درجه بندي اعلان کړه.

هغه ګول ساتوونکي چي په اخیره یوه لسیزه کي یي په چمپیونز لیګ کي ډېر توپونه را ګرځولي دي.

 د کریکټ نړۍ والې شورا د ټیسټ لوبو د توپ اچونکو تازه درجه بندي اعلان کړه.

د بایرن میونیک کلب په 2019 کال کې د خپلو ټولو مینه والو څخه په ډېرو هیوادونو کې د منني په پار پوسټونه کړي دي، چې په دې برخه کي یي د افغانستان د درې رنګه بیرغ تر څنګ، په دری ژبې سره د خپلو افغاني مینوالو څخه مننه کړې ده.