د سولې په نوم د سیریز لوبو کې د راشدخان لوبډلې مخکې تګ

راپور: خپلواک دریځ

د تیرې پنجشنبې پر سهار د هلمند ملت لوبغالي کې د دریو الف لوبډلو ترمنځ د ۳۰ اوریزو لوبو درې اړخیزه لړۍ پیل شوه، دغه سیالۍ د دریو واړو لوبډلو د مسؤلینو له لوري په شانداره مراسمو سره پیل شوې، چې ځینو کسان ته یې د پیل په مراسمو کې ډالۍ هم درلودلې.

یادو لوبو کې هره لوبډله یو له بل سره دوه ځلي مخکیږي او هر لوبغاړی چې پر پوله لګېدلي لوحې په توپ وولي نو ځانګړی امیتاز به ورکول کیږي او تر ټولو جالبه لا دا چې د لوبې لومړیو ۵ اورونو کې که نندارچې کیچ ترلاسه کړي نو ځانګړې ډالۍ به ورکول کیږي.
اوس ددې لوبو په لړ کې ۴ لوبې ترسره شوي، چې راشدخان لوبډلې ددغې سیریز وروستۍ پای لوبې ته ځان رسولی، دوی ۳ لوبې کړي او درې سره یې ګټلي دي، النور لوبډلې بیا ۲ بایللي او یوه یې ګټلې خو هلمندبارک لوبډلې بیا ۲ لوبې کړي او دواړي یې بایللي دي.

سبا به راشدخان لوبډله له هلمند بارک لوبډلې سره خپله وروستۍ سیالۍ په دغه پړاو کې ترسره کړي چې د هلمند بارک لوبډلې لپاره یې ګټل خورا اړین دي خو د چهارشنبې پر ورځ به النور او هلمند بارک لوبډلې ځلې وروستۍ لوبې وکړي او د پای لوبې لپاره به هره لوبډله خپل و ازمایي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *