نېوزېلېنډی سټوکس، د انګلېند د بري سا

نېوزېلېنډی سټوکس، د انګلېند د بري سا

د بین سټوکس پوره نوم (Benjamin Andrew Stokes) دی، د 1991 کال د جون په 4 مه نیټه د نیوزېلېنډ هیواد اړوند کریس چارچ، سنټربوري ښار کې زیږیدلی دی. پلار یې Gerar Stoke نومیده، چې د رګبې لوبې غوره لوبغاړی او مشهوره روزونکی پاتې شوی دی.

نوموړی د اېنګلېنډ د ټيم کلیدي لوبغاړی دی، چې په Stokesy,Rocky)) باندې شهرت لري. هغه 1,83m جګه ځواني او 80 kg وزن لري. د سره رنګ ترڅنګ سره رنګه ویښتان او شنې سترګې لري، چې په ښکلا کې یې پوره رول لرلی دی.

نوموړي د (Clare Ratcliffe) سره واده کړی، د Laytonاو Libby په نومونو دوه ماشومان لري او له دوی سره ډېره ستره مینه لري.

سټوکس او کریکټ

د سټوکس کورنۍ هغه مهال انګلېنډ ته رامهاجره شوه، چې دی نږدې دوولس کلن ځوان و، پلار یې د رګبي لوبې مشهورو روزونکی و، خو ده بیا له کریکټ سره مینه درلوده، په 2006 کې چې دی پنځلس کلن ځوان و، د Cockermouthکلب کې د کریکټ مسلکي زده کړه پیل کړه، دې کلب ته یې لویې بریاوې راوړې، چې پدې اساس یې د کریکټ په برخه کې ځان ته د نورو پام راواړوه.

نړیوال کریکټ

بین سټوکس داسې مهال د انګلېنډ ملي ټیم ته لاره پیدا کړه، چې په ډېر کم عمر کې یې پخپل زیار سره د انګلېنډ نولس کلنه لوبډله کې خاص مهارت څرګند کړ. دا داسې مهال و، چې په لوبډله کې د یوه نوي الرونډر اړتیا احساسیده.

هغه ته په لومړي ځل یو ورځنیو لوبو کې فرصت ورکړل شو، خپله لومړۍ لوبه یې د ایرلېنډ په خلاف  25 August 2011کې ترسره کړه. نوموړي په لسو توپونو درې منډې وکړې، خو په بالینګ کې موقع ورنکړل شوه.

له څو ورځو وروسته ورته په شل اوریز فارمټ کې ځای ورکړل شو، کله چې د ویسټ انډيز لوبډله، لندن لوبغالي ته راغله، نو په لومړۍ شل اوریزه نړیواله لوبه کې د 23 Sep, 2011نیټه بین سټوکس د شل اوریزو لوبو پیل وکړ. پدې لوبه کې بیا هم له توپ اچونې وخت ورنکړل شو او توپ وهنه یې ځکه ونکړه، چې 128 منډې هدف اوپنرانو پوره کړ.

همداشان د ښې وړتیا په ښودنې سره ټاکونکي ډلګۍ دیته متوجه شوه، چې له نوموړي باید په دریو واړو فارمټونو کې کار واخلي، نو په همدې اساس کله چې ملي لوبډله اسټرالیا ته د لوبو کولو په موخه روانیدله، دده نوم هم په څوارلس کسیز نوملړ کې راغی او مهم کریکټ (Test) یې د اډیلېډ په لوبغالي کې د 5 Dec 2013 نیټه پیل کړ.

هغه په دواړو پاڼيو کې 2 ویکټې واخیستې او په توپ وهنه کې یې 29 منډې وکړې، خو لوبه یې په لوی توپیر اسټرالیا ته بایلوده.

غوره توپ اچونه او توپ وهنه 

ټیسټ

په توپ وهنه کې یې زیاتې منډې د سویلي افریقا په خلاف دي، چې په 2 Jan 2016کې د کیپ ټاون په لوبغالي په 198 بالونو یې 258 منډې وکړې، 30 څلوریزې،  11 شپږیزې یې ووهلي او په منډه کې وسوځید.

توپ اچونه کې یې ښه وړتیا د ویسټ انډيز په خلاف ده، چې په لارډز لوبغالي یوه پاڼۍ کې 15 اورونه وکړل، 22 منډې یې ورکړې او 6 لوبغاړي یې وسوځول.

یو ورځینۍ

په یوه ورځینۍ لوبو کې یې زیاتې منډې د 102* دي، چې په 10 Jun 2017یې د اسټرالیا خلاف په 109 توپونو کړیدي.

ښه توپ اچونه یې هم د اسټرالیا خلاف کړي، چې لس اورو کې یې د 61 منډو په ورکولو سره یې 5 لوبغاړي له مخې پورته کړیدي.

شل اوریز

په شل اوریز کریکټ کې یې بیا ډېرې منډې 38 دي، چې د انډیا خلاف یې په 29 Jan 2017 نګپور کې کړیدي او ښه توپ اچونه یې د نیوزېلېنډ خلاف ده، چې څلورو اورونو کې یې 3 ویکټې اخیستي او 26 منډې یې ورکړیدي.

توپ اچونه او توپ وهنه 

2وړتوبونهRecords

  • لومړنی توپ وهونکی دی، چې په (sixth position) شپږم مقام یې ټيسټ کې تر ټولو زیاتې 258منډې کړیدي.
  • د انګلېنډ د کریکټ په تاریخ کې لومړنی لوبغاړی دی، چې په ټيسټ کریکټ کې یې تېزه سلیزه کړیده.
  • دویم لوبغاړی دی، چې په ټيسټ کریکټ کې تېزه ډبل سلیزه یې کړي.
  • په ټیسټ لوبو کې یې تر ټولو تېزې 250 منډې په 196 توپونو کړیدي.
  • په ټيسټ لوبو کې د سهارني موسم د ډېرو 130منډو وړتوب هم له ده سره دی.
  • په شپږمه ویکټه یې د Jonny Bairstowسره د سویلي افریقا په خلاف د 399منډو اوږده ملګرتیا کړیده.
  • دویم توپ وهونکی دی، چې د ټيسټ په یوه پاڼۍ کې یې 11 شپږیزې وهلي دي.
  • د IPL په تجارتي لیګ کې قیمت ترین بهرنی لوبغاړی دی، چې 2017 کې دRising Pune له لورې په2 کروړه هندۍ کلدارې واخیستل شو.

د سټوکس په اړه

  • 2د کریکټ په نړۍ کې یېKevin Peterson او Dale Steyn د خوښې لوبغاړي دي.
  • موټر چلونه او موزیک اوریدنه یې عادتونه دي.
  • د خوښې خواړه یې Omelette سیمه ییز خوراک دی.
  • نږدې اوه لکه ډالر میاشتنۍ تنخوا او عواید لري.
  • 10 million عمومي سرمایه لري.
  • د خوښې شاټ یې (Pull Shot) دی.
  • په ملي لوبډله کې یې د وردۍ (لباس) نمبر 67 دی.
  • ارمان یې ډيری وخت د اسټرالیا خلاف لوبیدل وي.

بین سټوکس د انګلېنډ په ملي لوبډله کې دا مهال الرونډر لوبغاړی دی، چې په (Middle Order) کې په چپ لاس توپاني توپ وهنه او ترڅنګ یې په ښي لاس (Fast Medium) منځنی تېز توپ اچونه کوي.  هغه تر اوسه پورې د لاندې لوبډلو لپاره لوبه ترسره کړیده.

(New Zealand, Durham, Under 19, England, England Lion, England XI, Melbourne, Rising Pune)

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *