د سرېلانکا یو ۱۹ کلن کرکټر په چټک سرعت توپ ګزار کړ

بهار سمسور

د سریلنکا کرکټ ۱۹ کلنې لوبډلې چټک توپ اچونکي ۱۷۵ سرعت سپیډ سره توپ ګزار کړ. د نولس کلنو نړیوال جام په دوام سریلنکایي چټک توپ اچونکي ماتیشا پاتیرانا د هند خلاف په لوبه کې پر ۱۷۵ سرعت سره بال تر سره کړ، چې دا به په نړیوال کریکټ کې تر سټارک اولاسیت ملینګا وروسته لومړی توپویشتونکی وي چې تر ۱۷۰ پورې سپیډ سره توپ ګزاروي.

 پترینا د لاسیت مالینګا په انداز توپ اچونه کوي، چې خلک ورته دوهم مالینګا وایي او د کریکټ نړیواله شورا یا آی سي سي ورته تر دې چټک توپ اچولو وروسته د دوهم مالینګا لقب ورکړ.

 دا بال نوموړي د هندي چپ لاسي توپ وهونکي جسوال خلاف ګزار کړ،چې زیات بونس شو او لوبڅار وایډ (پراخ) اعلان کړ.

هېره دې نه وي چې لاسیټ ملېنګا هم په سرېلانکا کرکټ ملي لوبډله کې د پام وړ توپ اچونه کوي، خو ماتیشا یې هم د لارې پل پېدا کړی دی او ډېر ژر به ملي لوبډلې ته لار پېدا کړي.