د سرېلانکا یو نامتو کرکټر د سپورټ له وزیر ګیله من دی

عزیز الله عزیزي

څو ورځې وړاندې د سریلانکا پخواني سپورټ وزیر ادعا وکړه،چې د ۲۰۱۱ کال نړیوال پنځوس اوریز جام پایلوبه “فکس”یا معامله شوې وه.

نوموړي وزیر د کومو لوبغاړو یادونه ونه کړه.خو دومره یې وویل، چې یاده لوبه مونږ معامله یا خرڅه کړې وه.

د نوموړي ددغې ادعا په مقابل کې د سریلانکا پخواني لوبغاړي کمار سنګاکارا،چې د هغه وخت کپتان هم و، د دغه سپورټ وزیر څخه د ثبتونو وړاندې کولو غوښتنه وکړه.

سنګاکارا وویل، که په رښتیا هم نوموړی د درغلیو ثبتونو لري، د ای سي سي فساد ضد څیړوونکي کميټې ته دې وړاندي کړي.

سنګاکارا وویل: ((دا ډیره جدي موضوع ده که د سپورټ پخوانی وزیر د درغلیو په اړه کوم شواهد او ثبتونه لري،د ای سي سي درغلۍ څیړوونکي ډلې مخې ته د یې واچوي.ترڅو هغوی څیړنې وکړي،چې رښتیا او دروغ په ډاګه کړي او دغې موضوع ته دپای ټکی کيښودل شي.))

د یادونې وړ ده چې په یاده لوبه کې سریلانکا لوبډلې تر ۲۷۵ پورې منډې وکړې.

د هدف په تعقیب کې،که څه هم مالینګا ښکلي توپ اچونه ترسره کړه،چې ټنډولکر او سیواک یې وړاندې له مخې پورته کړل خو ډوهني او ګمبیر د ۱۰۹ منډو په ملګرتیا سره،یاده پایلوبه وګټله.