د سرېلانکا یو نامتو کرکټر تر پوځي رتبې ورسېد

سید ادریس ولي زاده

 د سرېلانکا ملي لوبډلې الرونډر لوبغاړی تسارا پریرا د سرېلانکا هېواد په اردو پوځ کې د تورن دنده ترلاسه کړه.

 پریرا په خپله رسمي پاڼه دغه انځور خپور کړی او لیکلي، چې د جنرال لیفټننټ شویندرا سلوا، چې د اردو قومندان دی، بلنه یې منلې او دغه بلنه د خپل ژوند ترټولو لویه لاسته راوړنه ګڼلې ده.

 پریرا د پوځ د کرکټ په لوبډله کې هم لوبیږي.

 ۳۰ کلن پریرا تراوسه دا خبره په ډاګه کړې نه ده، چې د پوځ ترڅنګ د سرېلانکا هېواد په ملي لوبډله کې هم لوبیږي او کنه؟!

 تسارا پریرا په ۱۸ کلنۍ کې له خپلې نږدې ملګرې شیرامي دنولشیکا سره واده کړی او له ۲۰۰۹ کال څخه راهیسې تراوسه پورې د سرېلانکا په ملي لوبډله کې لوبیدلی او لوبډلمشر پاتې شوی دی.

 ټاکل شوې، چې د سرېلانکا او هندوستان ملي لوبډلو ترمنځ درې شل اورېزې لوبې د روانې جنورۍ میاشتې په پنځمه، اوومه او لسمه د هند په کوربتوب ترسره شي.