د سرېلانکا ۲ لوبغاړي باید تحقیقات ورکړي

د سریلانکا د سپورت برخې مسئول الوت ګاماګی ویلي، چې سنګاکارا، جایاوردنه، اراوېنډ ډیسیلوا او اپال ترنګا څخه څېړنې کېږي، چې د ۲۰۱۱ م کال نړیوال جام د بایللو علتونه روښانه کړي.

د سریلانکا د ۲۰۱۱ م کال پرمهال د ورزش وزیر مهین اناندا دا اقدام وروسته له هغې کوي، چې تېره میاشت د سریلانکا په لوبډله تور ولګول شو، چې ۲۰۱۱ م کال نړیوال پنځوس اوریز جام پایلوبه کې یې جوجاړی یا مېچ فېکسېنګ کړی و او د نړیوال جام پایلوبه یې هندوستان ته بایللې وه.

سنګاکارا هغه مهال د سریلانکا لوبډلې لوبډلمشر او جایاوردنه یې مرستیال لوبډلمشر و.

د مهین اناندا په وېنا دا سنګاکار، جایاوردنه، ډیسیلوا او اپال ترنګا به وڅېړل شي او د نړیوال جام پرمهال د فساد قضیه به یې راوسپړل شي.

خو د کرکټ نړیوالې شورا ویلي، چې دوی ته تراوسه د هغه نړیوال پنځوس اوریز جام په اړه شکایت نه دی شوی.

د سریلانکا د ورزش وزیر وایي، چې د هندوستان پر وړاندې پایلوبه کې څلور لوبغاړي کېنول شوي وو او پر ځای یې نوي لوبغاړي لوبول شوي، چې دې چارې هند ته د جام ګټلو لاره پرانېسته.

خو سنګاکارا، جایاوردنه او اراوېنډ ډېسیلوا وایي، چې لوبډله کې دا تغیر د لوبغاړو د ټپي کېدو له امله رامنځته شوی و نه د فساد له مخې.

ډیسیلوا او اپال ترنګا د سه شنبې او چهارشنبې په ورځو کې حاضر شوي او سنګاکار او جایاوردنه به ډېرژر څېړنو ته حاضر شي.