سکاټلنډ د اسټرالیا خلاف شل اوریزه سيالي لغوه اعلان کړه

عزیز الله عزیزي

ټاکل شوې وه چې سکاټلنډ کرکټ ملي لوبډله به د روانې جون میاشتې په ۲۹مه نېټه،د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې سره یوه نړیواله شل اوریزه سيالي ترسره کړې وه.

خو د کرونا ویروس او محدودیتونو له کبله سکاټلنډ کرکټ بورډ دغه سيالي لغوه اعلان کړه.

د سکاټلینډ کرکټ بورډ مشر ګس ماکي وویل،په خواشینۍ سره باید ووایم چې د کرونا له کبله مونږ ونشول کولی چې اسټرالیا سره،دغه سيالي ترسره کړو.

 ((زمونږ د ټولو لپاره دا ډير خواشینوونکی خبر دی چې اسټرالیا سره شل اوریزه لوبه لغوه کيږي.))

ټاکل شوې وه چې د اسټرالیا سره تنظیم شوي سيالي به د سکاټلنډ په اینډیبورګ ښار کې ترسره شوي وی،خو د کرونا له کبله دغه سيالي لغوه شوه.