د هند غوره لیګ او د شل اوریزو سیالېو نړېوال جام؛ وروستېو پرمختګونو ته یې لنډه کتنه

ولید ( خپلواک )

 د پاکستان کرکټ بورډ رییس احسان ماني د شل اوریزو سیالېو د نړېوال جام د پیل په باب خپله اندېښنه څرګنده کړه، نوموړی پر دې باوري دی چې سږ کال ممکن یاد جام ترسره نشي. دی زیاتوي:

(( نړیوال شل اوریزه جام ممکن دا ځل ترسره نشي او تر ډېره یې د ترسره کیدو امکان نشته.))

 ماني دا څرګندوني وروسته له هغې کوي کله چې د استرالیا کرکټ بورډ رییس ایرل ایډینګز د رسنیو سره په خبرو کې ویلي و چې دا ځل په استرالیا کې د نړیوال شل اوریزه جام ترسره کول هیڅ امکان نلري.

 ایرل دلیل دا وړاندې کړی چې اوس هم په هغه ۱۶ هیوادونو کې کرونا ویروس شته کوم چې د نړیوال شل اوریزه جام برخوال دي. لا تراوسه پورې د کرکټ نړیوالې شورا د دې جام د ترسره وي پرېکړه نه ده کړې چې ترسره به شي او کنه؟ خو بل طرف ته چې د نړیوال شل اوریزه جام غټ خنډ دی هغه د هندوستان کورنی تجارتي لیګ دی.

هند کرکټ بورډ هم اعلان کړی چې د روان ۲۰۲۰ م کال په سيپټمبر میاشت کې د خپل لیګ پرانیسته کوي. د دې خبر وروسته استرالیا کرکټ بورډ پاکستان کرکټ بورډ او ورته نورو بورډونه هم اعلان وکړ چې په دې حالاتو کې شل اوریزه جام ترسره کول غوره نه دي.

یاده دې وي چې هندوستان کرکټ بورډ په آی سي سي کې پوره صلاحیت لري او د معلوماتو پر اساس شاید نړیوال شل اوریزه جام د هندي لیګ قرباني شي.