سنګاکارا: د سپورټ وزیر دې آی سي سي ته د ادعا ثبوتونه وړاندې کړي
عزیز الله عزیزي
څو ورځې وړاندې د سریلانکا پخواني سپورټ وزیر ادعا وکړه،چې د ۲۰۱۱ کال نړیوال پنځوس اوریز جام پایلوبه “فکس”یا معامله شوې وه.
نوموړي وزیر د کومو لوبغاړو یادونه ونه کړه.خو دومره یې وویل، چې یاده لوبه مونږ معامله یا خرڅه کړې وه.
د نوموړي ددغې ادعا په مقابل کې د سریلانکا پخواني لوبغاړي کمار سنګاکارا،چې د هغه وخت کپتان هم و، د دغه سپورټ وزیر څخه د ثبتونو وړاندې کولو غوښتنه وکړه.
سنګاکارا وویل، که په رښتیا هم نوموړی د درغلیو ثبتونو لري، د ای سي سي فساد ضد څیړوونکي کميټې ته دې وړاندي کړي.
سنګاکارا وویل: ((دا ډیره جدي موضوع ده که د سپورټ پخوانی وزیر د درغلیو په اړه کوم شواهد او ثبتونه لري،د ای سي سي درغلۍ څیړوونکي ډلې مخې ته د یې واچوي، ترڅو هغوی څیړنې وکړي،چې رښتیا او دروغ په ډاګه کړي او دغې موضوع ته دپای ټکی کيښودل شي.))
د یادونې وړ ده چې په یاده لوبه کې سریلانکا لوبډلې تر ۲۷۵ پورې منډې وکړې.
د هدف په تعقیب کې،که څه هم مالینګا ښکلي توپ اچونه ترسره کړه،چې ټنډولکر او سیواک یې وړاندې له مخې پورته کړل خو ډوهني او ګمبیر د ۱۰۹ منډو په ملګرتیا سره،یاده پایلوبه وګټله.