د سرېلانکا لاسیت ملینګا ۲۰ اوریزو نړیوالو لوبو کې تر ټولو زیاتې ویکټې واخېستې

تېره شپه د سریلانکا او نیوزېلېنډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درې شل اوریزو لوبو لړۍ د نیوزېلېنډ په بریا سره پېل شوه.

په دغې لوبه کې سریلانکا نیوزېلېنډ لوبډلې ته د څلور لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۷۵ منډو هدف ورکړ.

سریلانکا ته کوسل مینډیز تر ټولو زیاتې ۷۹ منډې وکړې؛ خو نیوزېلېنډ ته ټیم سوتي دوه ویکټې واخېستې.

نیوزېلېنډ لوبډلې ورکړل شوي هدف ته د لوبې وروستي یانې شلم اور کې د ۵ لوبغاړو په زیان سره ځان ورساوه او لوبه یې د ۵ ویکټو په شتون کې وګټله.

روس ټایلر ورته تر ټولو زیاتې ۴۸ منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

سریلانکا ته لاسیت ملینګا او ډي سلوا دوه دوه ویکټې واخېستې.

ملینګا چې په دغې شل اوریز سیریز کې د خپلې لوبډلې لوبډلمشر دی په دې دوه ویکټو سره یې په شل اوریزو نړیوال سیالیو کې ویکټې تر ۹۹ ورسېدې او یواځینی لوبغاړی شو، چې شل اوریزو نړیوالو لوبو کې تر ټولو زیاتې ویکټې اخلي.

دا د ملینګا ۷۴یمه شل اوریزه نړیواله لوبه وه.

له دې وړاندې د پاکستان شاهد افریدي تر ټولو مخکښ توپ اچوونکی وو؛ نوموړي په ۹۹ لوبو لوبو ۹۸ ویکټې اخېستې دي.

په درېیم نمبر کې بیا د بنګله دېش شکیب الحسن دی، چې په ۷۲ شل اوریزو نړیوالو لوبو کې یې ۸۸ ویکټې اخېستي دي.