د کرکټ تاج مخکتنه او د کرکټ لومړنی ډيالوګ
راپور: محمد عزيز پردېس
د افغانستان د ورزشي خبريالانو سازمان له لوري د افغانستان د کرکټ د بنسټ ايښودونکي ښاغلي تاج ملوک عالم د نوي چاپ شوي کتاب (د کرکټ تاج ) مخکتنه او د کرکټ لومړني ډيالوک غونډه، نن سهار د د اطلاعاتواو کلتور وزارت د غونډو په تالار کې ترسره شوه. ياده غونډه کې د افغانستان د کرکټ بورډ ادارې مشرتابه هيئت، د ولسمشرۍ ماڼۍ استازي، د ځوانانو چارو معين، د افغانستان د ټولو ورزشي ادارو مشرانو، د ختيځ، لويديځ او کابل زون خبريالانو،د رسنيو همکارانو او د ورزش مينوالو ګډون درلود. پروګرام په دوو برخو وېشل شوې وه: د کرکټ تاج مخکتنه او په افغانستان کې د کرکټ د تاريخي شاليد په هکله ډيالوګ او ازاد بحث.
د غونډې لومړۍ برخه کې د ويناوالو له لوري د ښاغلي تاج ملوک علم په نوي چاپ شوي کتاب هراخيزې ويناوې وشوې او له ښاغلي عالم او ټولو هغو کسانو څخه چې د افغانستان د کرکټ په بهير کې يې نه ستړي کېدونکي هلې ځلې کړي او دا لړۍ يې د پښتونخوا د کچه ګړۍ کېمپونو څخه تر نړيوالو معياري ميدانونو پورې په برياليتوب سره رارسولې ده، مننه او ستاينه وشوه. د کرکټ تاج کتاب د ښاغلي تاج ملوک عالم نثري ټولګه ده چې منځنۍ کچه يې ۲۱ᵪ۱۴ مترو کې ده.
ياد کتاب په (۲۲۲) مخونو کې د نوموړي د هغه خوږو او ترخو خاطرو څخه چې د افغانستان د کرکټ تېر څو کلن بهير څخه يې لري، په خوږه او روانه ژبه ليکل شوي دي. د کتاب ښي خوا ته د کتاب او وينا وال نوم او د ليکوال يو ښکلی انځور او کيڼ اړخ ته يې د افغانستان د کرکټ شل کلن مزل څو ټاکل شوي انځورونه اوډون شوي دي. کتاب په ښه سکښت او متوسط کاغذ کې د (۲۰۰۰) ټوکونو په شمېر د صادق الله صادق په اېډېټ او بيا کتنې د ګودر کتاب خپرنځي له لوري سږ کال په ننګرهار کې د چاپ ګاڼه سينګار شوی. د پروګرام دويمه برخه کې د ښاغلي فريدالله محمدي په کوربه توب د ښاغلي تاج ملوک عالم، نور محمد مراد، نظيم جار عبدالرحيمزي او شفيق الله ستانکزي لخوا د افغانستان د کرکټ تاريخي بهير په اړه په زړه پورې بحث ( ډيالوک ) ترسره شو چې د کرکټ په هکله د ګډونوالو پوښتنو ته هم قناعت کوونکي ځوابونه وويل شوه. د افغانستان د ورزشي خبريالانو سازمان مشر ښاغلي محمد واصل وصال په خپلو خبرو کې د يادې غونډې موخه د ورزشي خبريالانو او د ورزشي ادارو ترمنځ د همغږۍ رامنځ ته کول او د اړيکو پياوړتيا وبلله.