د ورزشي خبريالانو او افغان ملي هوايي ځواکونو ترمنځ د کرکټ سيالي

 د افغان ملي هوايي ځواکونو او د ورزشي خبریالانو د ټولنې ترمنځ د کرکټ دوستانه مسابقه په کابل کې وشوه.

 د لوبې د پچې په ګټلو سره د ورزشي خبريالانو سازمان لوبډل مشر فريد الله محمدي لومړی توپوهنه غوره کړه چې په ټاکل شويو ۱۲ اورونو کې يې مقابلې لوبډلې ته د ۹ لوبغاړو په زيان د ۷۷ منډو هدف کېښود.

د افغان ملي هوايي ځواکونو لوبډلې ټاکل شوی هدف د يو لوبغاړي په زيان په شپږم اور کې پوره کړ او لوبه د ملي ځواکونو په بريا سره پای ته ورسېده.

د ورزشي خبريالانو سازمان غړي سميع الله پام په وينا د يادې لوبې موخه د ملي ځواکونو او ورزشي خبريالانو ترمنځ د اړيکو ټينګېدل وبلل.

هېره دې نه وي چې ياده لوبه د افغان ورزشي خبريالانو سازمان په نوښت جوړه شوه.

راپور: محمد عزيز پردېس ۱۳۹۶/۹/۲۱

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *