بُست پوهنتون د ګرېد ون کریکټ لوبو اتلولي ترلاسه کړه

راپور: خپلواک دریځ

هلمند کې د ۱۳الف لوبډلو ترمنځ سیالۍ چې  په دوه ګوپونو کې ترسره شوې د جمعې پر ورځ یې پایلوبه د راشدخان او بُست پوهنتون لوبډلو ترمنځ وشوه چې اتلولي یې بُست لوبډلې خپله کړه.

په دغه زړه راښکونکې ۲۰ اوریزه لوبه کې بُست لوبډلې د پچې په ګټلو لومړی توپ وهنه غوره کې د دوی لپاره لوبډلمشر نصیب الله خان ۷۱ چټکې منډې وکړې خو د ونډون پوزیشن چپ لاسي بهایي خان بیا ۱۲۷ ناسوځېدلي منډې وکړې اوبُست لوبډلې ددې دوو پیاوړو توپ وهونکو پرمټ راشدخان لوبډلې ته د ۲۲۰ منډو هدف ورکړی.

د راشدخان لپاره حکت الله یوه ویکټ ترلاسه کړه

راشدخان لوبډلې ته عبدالواحد ۴۸ او اغاولي ۳۵ منډې وکړې خو خپله لوبډله یې بریا ته ونشوه رسولی، د بُست پوهنتون لپاره خالداحمد او بهايي خان درې درې ویکټې ترلاسه کړې.

راشدخان لوبډلې په پوره ۲۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې منډې ۱۵۳ ته ورسولې او د ۶۷ منډو په توپیر یې ماته ومنل، بهایي خان چې توپ وهنه کې یې بهترینه لوبه نندارې ته وړاندې کړې وه او ۱۲۷ ناسوځېدلي منډې یې جوړي کړي وې ترڅنګ یې درې ویکټې ترلاسه کړې او ددې پایلوبې د غوره لوبغاړي ډالۍ یې ترلاسه کړه

25393997_553071985043065_1884587111_n

د یاد ټورنمنټ د غوره توپ اچوونکي جایزه ښې لاسي لیګ بریکر توپ اچوونکي فضل الحق ته ورکول شوه، هغه دغه لوبو کې ۱۴ زیاتې ویکټې ترلاسه کړې خو د غوره توپ وهونکي جایزه د بُست پوهنتون لوبډلې لوبډلمشر نصیب الله خان ترلاسه کړه، نوموړی ۳۷۱ منډو سره مخکښ توپ وهونکی ونومول شو.

په دغه ټورنمنټ کې ټولټال ۴۵ لوبې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ ترسره شوې، جې څه کم دوې میاشتې وخت یې ونیوه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *