د رام سلم لیګ لوبو اتلولي ټایټنز لوبډلې وګټله

راپور: خپلواک دریځ

د سهیلي افریقا رام سلم لیګ لوبې چې د تېرې نومبر پر ۱۰مه نېټه د شپږو لوبډلو ترمنځ پیل شوي وې، تېره شپه یې پایلوبه کې ټایټنز له ډولپینز لوبډلې سره ولوبېده او ټایټنز لوبډلې پکې بریا خپله کړه.

د لوبې پچه ټایټنز لوبډلې وګټل او توپ اچوونه یې لومړی وکړه د ډولپینز لوبډلې لپاره انډیل پلیکوایا ۲۱ او ډان ویلاس ۲۱ منډې وکړې، چې د ډولپینز ټوله لوبډله یوازې په ۱۰۰ منډو کې وسوځېده.


د ټایټنز لوبډلې لپاره توپ اچوونه کې کریس موریس زړه راښکونکې لوبه نندارې ته وړاندې کړه هغه په ۳،۳ اورونو کې یوازې د ۱۳ منډو په ورکولو ۴ لوبغاړي وسوځول په نورو توپ اچوونکو کې لنګي نیګي او مالوسي سیبوټو دوې دوې ویکټې ترلاسه کړې.

ټایټنز لوبډلې د ډولپینز د ۱۰۱ منډو هدف په ۱۱،۱ اورونو کې د دریو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړی، ډېرې منډې پکې قوینټن ډیکاک ۳۹، اي بي ډیویلیرز ۲۷ او ایډن مارکرم ۱۸ جوړي کړې.
روبي فریلینک، توکوزیسي شیزي او خایا زوندو یوه یوه ویکټ ترلاسه کړه.

DRMFStKX0AIiQ_uد رام سلم مخکښ توپ وهونکی رضا هندریکس په ۷ لوبو کې ۳۶۱ منډې کړي وې، ورپسې جي پي ډومیني ۳۵۶ او دریم مخکښ توپ وهونکی هاشم املا و چې۳۳۲ منډې یې یاد لیګ کې وکړې.
توپ اچوونکو کې بیا تبریظ شمسي په ۱۶ ویکټو لومړی، لنګي نیګي په ۱۳ ویکټو دوهم او ډان پیټرسن په ۱۲ ویکټو د رام سلم لیګ مخکښ توپ اچوونکي شوه.

رام سلم لیګ کې ټایټنز، ډولپینز، وریرز، نایټز، کپ کوبراس او لوینز لوبډلو خپلو منځو کې ۳۳ لوبې ترسره کړې.

د رام سلم لیګ چې له ۲۰۱۲م کال څخه پیل شوی د لومړي کال اتلولي یې لیونز، ددوهم کال ډولپینز، دریم کال کپ کوبراس، څلورم او پنځم پړاو اتلولي یې په پرلپسې ډول ټایټنز لوبډلې ګټلې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *