افغان براین لارا نوی ریکارډ جوړ کړی

راپور: خپلواک دریځ |

د کورني کریکټ ستوري بهیر محبوب یو بل ریکارډ جوړ کړی، نوموړي د بُست خلاف په خپله دریمه لوبه کې ۳۰۳ منډې وکړې، دا لومړی ځل دی چې یو افغان ځوان په کورني یا فرسټ کلاس لوبو کې تر ۳۰۳ پوري خپلې منډې رسوي.
هغه په دغه سیالۍ کې ۳۶ څلوریزې او یوه شپږیزه ووهل ۴۶۵ توپونو ته ودریدی او ناسوځېدلی ولاړی.

نوموړي د خپل فرسټ کلاس په لومړۍ لوبه کې ۲۶۵ ناسوځېدلي منډې وکړې، د بُست خلاف په خپله دریمه لوبه کې یې ۱۱۱ د همدې لوبې په دوهمه پاڼۍ کې ۱۱۶ او په خپله څلورمه لوبه کې پوره ۳۰۳ منډې وکړې

د احمدشاه ابدالي څلور ورځنیو لوبو په توپ وهونکو کې محبوب اوس تر ټولو مخکښ دی او ۶۹۳ منډې لري..

دا ستوری د افغانستان ملي کریکټ ته زیری ورکوي چې په ټیسټ کریکټ کې به د خپل هیواد لپاره لوی ویاړونه راوړي اوملي لوبډلې کې به د ملا د تیر په څېر ځای خپل کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *