افغانستان براین لارا پیدا کړی

لیکوال: خپلواک دریځ |

د افغانستان په فرسټ کلاس یا څلور ورځنیو لوبو کې یو داسې ستوری راښکاره شوی چې ټول کریکټران، مبصرین، د کریکټ چارواکې او مینه وال یې خپلې ځلا او رڼا ته هک پک کړي.

داستوری محبوب بهیر نومیږي ۱۸ کلن محبوب بهیر په کونړ ولایت کې زیږیدلی او اوس په فرسټ کلاس لوبو کې د سپین غر په ګټه لوبیږي.

هغه په خپله لومړۍ فرسټ کلای لوبه کې د امو لوبډلې خلاف ۲۶۵ ناسوځېدلي منډې وکړې.
د بُست خلاف یې په لومړۍ دوهمه لوبه کې ۱۱۱ منډې وکړې او د همدې لوبې په دوهمه پاڼۍ کې یې بیا ۱۱۶ منډې وکړې.

د بُست خلاف په دریمه سیالۍ کې چې اوس روانه ده هغه یوځلي بیا ډبله سلیزه ووهل او په ۲۰۲ منډو ناسوځېدلی ولاړ دی.

دا ستوری د افغانستان ملي کریکټ ته زیری ورکوي چې په ټیسټ کریکټ کې به د خپل هیواد لپاره لوی ویاړونه راوړي اوملي لوبډلې کې به د ملا د تیر په څېر ځای خپل کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *