پښتون لوبډلې لومړۍ سیالي وګټله

په شارجه کې د ټي ۱۰ کرکټ سیالیو په لړ کې پښتون لوبډلې لومړۍ مسابقه په ۲۵ منډو له مراتا اربینز څخه وګټله.

په پښتون لوبډله کې د افغانستان د ملي لوبډلې لوبغاړی نجیب ځدراڼ هم برخه لري. ده د پښتون لوبډلې لپاره په ۵ توپونو ۹ ناسوځېدلې منډې وکړې.

 لوبې پچه مراتا اربینز لوبډلې وګټله او پښتون لوبډلې ته یې د توپوهنې بلنه ور کړه.

پښتون لوبډلې په ټاکلو لسو اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سیالې لوبدلې ته د ۱۲۲ منډو هدف ور کړ.

مراتا اربینز لوبډلې په لسو اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ایله ۹۶ منډې وکړې او ور کړل شوي هدف ته ونه رسېده.

شاهد اپریدی د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو. نوموړي د اربینز لوبډلې درې ټوپوهونکي پرلپسې وسوځول او هټریک یې وکړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *