بندامر د احمدشاه ابدالي څلور ورځنیو لوبو اتلولي وګټله
راپور: خپلواک دریځ
بند امر لوبډلې وکولی شوه په وروستۍ پایلوبه کې کوربنې سپین غر لوبډلې ته ستره ماته ورکړي او د افغانستان فرسټ کلاس لوبو اتلولي ترلاسه کړي.
په دغه وروستۍ پایلوبه کې بندامر لوبډلې سپین غر ته د غره په څېر لوړ د ۸۱۷ منډو هدف ورکړی او په پوره کولو کې یې د سپین غر لوبډله په پوره-پوره توګه ناکامه شوه، چې په ۵۳۷ منډو توپیر یې پایلوبه بندامر ته وبایلل.
په وروستۍ پایلوبه کې بند امر د لوبې پچه وګټل او لومړی یې توپ وهنه وکړه، دوی په خپل لومړۍ پاڼۍ کې ۷۴۷ منډې وکړې، چې یونس احمدزي پکې ۲۱۰ منډې، حشمت الله شهیدي ۱۶۳ منډې محمدسردار ۹۴ منډې، عثمان غني ۷۷ منډې، ضیاالحق ۶۵ منډې او کریم جنت ۵۳ منډې جوړي کړې.
د سپین غر توپ اچوونکو کې یامین احمدي او ظاهرشېرزاد درې-درې ویکټې ترلاسه کړې خو شوکت زمان، مسلم موسی او فطرت یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.
سپین غر لوبډلې د بند امر د ۷۴۷ منډو ځواب کې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې یوازې ۱۹۶ منډې وکړې او خپل ټول لوبغاړي یې له لاسه ورکړه، ناصرخان ۴۶ او سیدمدبر ۳۹ منډې ورته وکړې.
د بند امر توپ اچوونه کې وقارالله سلامخېل ۶ لوبغاړي او انعام الله ۲ لوبغاړي وسوځول.
بند امر له دې وروسته په خپلې دوهمې پاڼۍ کې هم یوڅه توپ وهنه وکړه او ۲۶۵ نورې منډې یې جوړې کړې، چې داځل پکې ضیاالحق ۱۰۱ منډې، کریم جنت ۵۵ منډې او حشمت الله شهیدي ۴۵ منډې وکړې، چې دې سره بند امر سپین غر ته د ۸۱۷ منډو لوی هدف کېښود.
سپین غر لوبډلې خپلې دوهمې پاڼۍ کې یوځل بیا د لومړۍ پاڼۍ په شان ناکامه توپ وهنه وکړه او په ۲۷۹ منډو کې یې خپل ټوله لوبډله له لاسه ورکړه، داځل د سپین غر په ګټه قسیم اوریاخېل ۸۱ منډې، شبیرنوري ۴۸ منډې او عارف خان ۳۱ منډې جوړي کړې.
د بندامر توپ اچوونه کې انعام الله توپانې توپ اچوونه وکړه او ۶ لوبغاړي یې وسوځول خو وقارالله سلامخېل هم ۲ ویکټې ترلاسه کړې.
یونس احمدزی د پایلوبې غوره لوبغاړی شو چې ۲۱۰ منډې یې کړي وې، د دغه فرسټ کلاس لوبو تر ټولو مخکښ توپ وهونکی بهیرمحبوب شو هغه په ۱۲ پاڼیو کې ۱۰۹۶ منډې جوړي کړي وې چې پکې یې په یوه لوبه کې ۳۰۳ او بله کې ۲۵۶ منډې کړي وې، ضیاالحق بیا ۹۰۲ منډې وکړې دوهم او کریم صادق بیا په ۸۷۱ منډو دریم مخکښ توپ وهونکی شو.
د مخکښ توپ اچوونکي جایزه بیا د بندامر لوبډلې چپ لاسي توپ اچوونکي وقارالله سلامخېل ته ورکول شوه، چې په ۱۲ پاڼیو کې یې ۵۵ لوبغاړي وسوځول، ظاهرشېرزاد په ۵۵ ویکټو دوهم او ضیاالرحمن په همدومره ۵۵ ویکټو دریم غوره توپ اچوونکی شو.
په دې سره بندامر لوبډلې د افغانستان د کورني کریکټ فرسټ کلاس لومړنۍ اتلولي دسپین غر خلاف په ۵۳۷ منډو توپیر ترلاسه کړه.
په دغه لوبو کې سپین غر، بندامر، میس عینک، بُست او امو زونونو برخه اخیستې وه.