د ګریډون لوبډلو ترمنځ د درې اړخیزه سیریز پیل

PC210033

راپور: خپلواک دریځ

نن د النور، راشدخان او هلمند بارک لوبډلو ترمنځ درې اخیزه د ۳۰ اورونو سیریز یا لړۍ پیل شوه، په لومړۍ سیالۍ کې راشدخان او النور لوبډلې د لوبې ډګر ته کښته شوي.
دغه سیالۍ د دریو واړو لوبډلو د مسؤلینو له لوري په شانداره مراسمو سره پیل شوې، چې ځینو کسان ته یې د پیل په مراسمو کې ډالۍ هم درلودلې.

PC210068

یادو لوبو کې هره لوبډله یو له بل سره دوه ځلي مخکیږي او هر لوبغاړی چې پر پوله لګېدلي لوحې په توپ وولي نو ځانګړی امیتاز به ورکول کیږي او تر ټولو جالبه لا دا چې د لوبې لومړیو ۵ اورونو کې که نندارچې کیچ ترلاسه کړي نو ځانګړې ډالۍ به ورکول کیږي.
لومړۍ لوبه کې النور لوبډلې د لوبې پچه وګټل او توپ وهنه یې پیل کړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *