محمد نبي د بیګ بش په لومړۍ مسابقه کې ښه وځلېد

تاند- محمد نبي د استرالیا د بیګ بش په شل اوره سیالیو کې د خپلې لوبډلې میلبرن رینیګېډز لپاره په لومړۍ مسابقه کې د نورو باولرانو په پرتله ښه لوبه وکړه.

محمد نبي ته د ۴ واړو اوورونو د لوبولو چانس ورکړای شو او د دې ترڅنګ چې یو لوبغاړی یې وسوځاوه، تر نورو باولرانو یې لږ منډې ورکړې.

ده په ۴ اوورونو کې ۲۵ منډې جوړې کړې حال دا چې د ده د لوبډلې ۳ نورو لوبغاړو په ۴ اورونو کې په ترتیب ۳۶، ۳۲ او ۲۸ منډې ورکړې.

د میلبرن رینیګېډز په لوبډله کې (برافو) تر ټولو ښه باولینګ وکړ، ده په ۴ اوورونو کې د ۲۸ منډو د ورکولو په بدل کې ۵ لوبغاړي وسوځول.

نبي ته د بیټنګ نوبت ونه رسېد ځکه چې لوبډلې یې په اتلسم اوور د هابرت هوریکنز له لوري ټاکل شوی ۱۶۴ منډې هدف پوره کړ.

میلبرن رینیګېډز  په ۷ ویکټونو او ۹ توپونو هابرت هوریکنز ته ماتې ورکړه.

ټاکل شوې ده چې سبا د راشد ارمان لوبډله د لومړنۍ مسابقې لپاره میدان ته راووځي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *