محمد نبي په لومړۍ مسابقه کې یو لوبغاړی وسوځاوه

تاند- محمد نبي د هند د غوره لیګ یا آی پي ایل په سیالیو کې د لومړي ځل لپاره د خپل ټیم حیدراباد سن رایزرس لپاره لوبه وکړه.

محمد نبي ته موقع ورکړای شوه چې ټول ۴ اوورونه باولینګ وکړي.

ده د پنجاب کینګز په وړاندې په سیالۍ کې په ۴ اورونو کې ۲۸ منډې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه.

په حقیقت کې محمد نبي دوه لوبغاړي وسوځول خو یو یې د لوبڅار له لوري ونه منل شو.

محمد نبي بیټنګ هم وکړ خو یوازې یې ۲ منډې وکړای شوې.

د پنجاب کینګز په وړاندې په دې سیالۍ کې راشد ارمان ۲ لوبغاړي وسوځول خو د تېرو ۴ مسابقو خلاف یې نن سیال ټیم ته زیاتې منډې یعني ۴۲ رنزونه ورکړل.

د سن رایزرس لپاره تر ټولو ښه باولینګ باونیشوار کومار وکړه. ده ۵ لوبغاړي وسوځول او تر ټولو زیاتې منډې کیپتان ډي اې وارنر وکړې. وارنر په ۵۴ توپونو ۷۰ منډې وکړې.

راشد ارمان، چې یوازې د یوه توپ د ویشتلو (بیټنګ) چانس په لاس ورغی، ۶ منډې وکړې.

سن رایزرس تراوسه پوري ۵ سیالۍ کړي چې ۳ یې ګټلي او ۲ یې بایللي دي.

سن رایزرس د آی پي ایل په جدول کې ۶ امتیارونه او درېم مقام لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *