افغانستان په لومړۍ یو ورځینۍ سیالي کې آیرلنډ ته ماتې ورکړه

تاند- افغانستان نن /چهارشنبه/ آیرلند ته د یو ورځینیو سیالیو د لوبلړۍ په لومړۍ سیالۍ کې په ۳۰ منډو ماتې ورکړه.

لومړی بیټنګ افغانستان وکړ. افغان لوبډلې د ۷ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې ۲۹۲ منډې وکړې. که څه هم دا لوړ هدف دی خو دې ته په پام چې دواړو ټیمونو په شل اووریزو سیالیو کې تر توقع زیاتې منډې وکړې، له هماغه لومړي سره داسي ښکارېده چې آیرلنډ به دا هدف پوره کړي.

د آیرلنډ په بري هغه مهال باور یو څه نور هم زیات شو چې د دغه ټیم دوو لوبغاړو پورټرفیلډ او سټیرلینګ په ګډه ۱۸۷ منډې وکړې.

خو د دوی دوو له سوځېدو وروسته د لوبې انډول بدل شو. پاتې هیڅ آیرلنډي لوبغاړي تر ۱۵ زیاتې منډې ونه کړای شوې.

2د دولت ځدراڼ له لوري د پورټرفیلډ او د راشد ارمان له خوا د سټیرلینګ سوځېدا د افغان باولرانو روحیه غښتلې کړه.

راشد خان ۴، دولت ځدراڼ ۴، حمزه هوتک ۲ لوبغاړي وسوځول.

د افغانستان په بیټنګ کې تقریباً ټولو ښه لوبه وکړه. خو رحمت شاه تر نورو زیاتې منډې وکړې. ده په ۹۲ توپونو ۷۸ منډې جوړې کړې.

محمد نبي په ۱۹ توپونو ۳۴ منډې وکړې او تر پایه ونه سوځېد.

شهزاد ۴۳، نورعلي ځدراڼ ۵۱، حشمت الله شهیدي ۳۲ او سمیع الله شینواري ۳۰ منډې وکړې.

ګلبدین نایب او کیپتان ستانکزی نسبتاً ژر وسوځوېدل.

افغانستان او ایرلنډ تر دې وړاندې په خپل منځ کې ۸ یو ورځینۍ سیالۍ کړي چې ۵ آیرلنډ او ۳ افغانستان ګټلي دي. خو په شل اووریزو سیالیو کې افغانستان په ۱۰ سیالیو کې ۷ ګټلي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *