شهزاد په ۲۰ اووریزو سیالیو کې د منډو د شمېر له نظره څلورم شو

تاند- د افغانستان محمد شهزاد د منډو د شمېر له نظره په شل اووریزو سیالیو کې د هند د ویرات کوهیل ریکارډ مات کړ.

د هند (این ډي ټي وي) نن /یکشنبه/ وویل چې محمد شهزاد د هند کیپتان ویرات کوهیل حیران کړ.

محمد شهزاد په ۵۸ نړیوالو ۲۰ اووریزو سیالیو کې ۱۷۷۹ منډې کړي دي چې تر کوهیل ۷۰ زیاتېږي او په دې ډول له نوموړي څلورم ځای نیسي.

شهزاد د آیرلنډ په وړاندې په نننۍ مسابقه کې ۷۲ منډې وکړې چې له کبله یې کوهیل په شل اووریزو سیالیو کې د منډو د زیاتوالي له نظره پنځم شو.

شهزاد له آیرلنډ سره د درو شل اووریزو سیالیو په لوبلړۍ کې ۱۲۳ منډې وکړې چې له محمد نبي وروسته د دې لړۍ تر ټولو زیاتې منډې دي.

2محمد نبي په دې سریز یا لوبلړۍ کې ۱۲۴ منډې وکړې.

د نړۍ د کرکټ په ټیمونو کې تراوسه یوازې ۸ ټیمونو د افغانستان هومره په شل اووریزه سیالي کې ۲۳۳ منډې کړي دي. خو په اسوشیتید ټیمونو کې تراوسه پورې هیڅ ټیم په شل اووریزه مسابقه کې دومره منډې نه دي کړي.

2په دې مسایقه کې د دواړو لوبډلو لوبغاړو ۲۸ شپږیزې ووهلې چې د نړۍ په شل اووریزو سیالیو کې په درېم درجه زیاتې شپږیزې دي.

افغان لوبغاړو ۱۶ شپږیزې ووهلې چې په ۲۰ اووریزو سیالیو کې د یوه ټیم له لوري په یوه مسابقه کې پنځمې ډېرې شپږیزې دي.

دا د ۲۰۱۶ کال له مارچ څخه را په دې خوا په شل اووریزو سیالیو کې د افغانستان پر له پسې لسم بری دی.

تر دې وړاندې تر ټولو زیات پر له پسې بري د انګلنډ او آیرلنډ په نوم ثبت ول. دوی دواړو ۸ – ۸ مسابقې سر په سر ګټلې وې.

افغانستان په نړیوال جام کې د شل اووریزو سیالیو اتل ویست انډیز ته له ماتې ورکولو وروسته متحده عربي اماراتو، آیرلنډ او عمان ته د شل اووریزو سیالیو په لوبلړیو کې ماتې ماتې ورکړې.

په نړیوال جام کې ویسټ انډیز ته له ماتې پرته افغانستان ۵ شل اووریزې سیالۍ له آیرلنډه، ۴ له متحده عربي اماراتو او یوه مسابقه له عمانه ګتلې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *