افغانستان له آیرلنډه درې واړه ۲۰ اووریزې سیالۍ وګټلې

تاند- د افغانستان کرکټ ټیم له آیرلنډ څخه درېمه شل اووریزه سیالي په ۲۸ منډو وګټله.

افغانستان تر دې وړاندې د شل اووریزې لوبلړۍ دوې نورې مسابقې هم ګټلې وې او په دې توګه یې آیرلنډ ته په شل اووریزو سیالیو کې ۳ پر صفر ماتې ورکړه.

نن /یکشنبه/ بیټنګ افغانستان پیل کړ خورا لوړ هدف یې سیال ټیم ته وټاکه.

د افغانستان په ۲۳۳ منډو کې لویه ونډه د محمد نبي وه چې د دې سیالۍ غوره لوبغاړی هم وپېژندل شو. ده په ۳۰ توپونو (۹ شپږیزو او ۶ څلوریزو) ۸۹ منډې وکړې.

تر محمد نبي وړاندې محمد شهزاد هم د تل په شان ښه بیټنګ وکړ. شهزاد په ۴۳ توپونو (۵ شپږیزو او ۶ څلوریزو) ۷۲ منډې وکړې.

د نړۍ د کرکټ په ټیمونو کې تراوسه یوازې ۸ ټیمونو د افغانستان هومره په شل اووریزه سیالي کې ۲۳۳ منډې کړي دي. خو په اسوشیتید ټیمونو کې تراوسه پورې هیڅ ټیم په شل اووریزه مسابقه کې دومره منډې نه دي کړي.

د نورو افغان لوبغاړو منډې

22آیرلنډ د افغانستان د لوړ هدف لپاره د ډېرې تېزې لوبې له پیلولو پرته بله چاره نه لرله او همدا کار یې وکړ. ایرلنډي لوبغاړو لوبه ډېره ښه پیل کړه او تر ډېره وخته پر لوبه برلاسي ول.

خو د سترلینګ له سوځېدو وروسته تر فشار لاندې راغلل. که څه هم تامپسن او ویلسن هم ښه بیټنګ وکړ.

هالنډي لوبغاړي وتوانېدل چې تر سوځېدو وړاندې ۲۰۵ منډې وکړي. تر ډېره وخته ګومان کېده چې هدف ته به ځان ورسوي.

خو د آیرلنډ نور لوبغاړي یو په بل پسې وسوځېدل. په تېره بیا راشد ارمان په یوه اوور کې ۳ لوبغاړي وسوځول.

ټاکل شوې ده چې دواړه ټیمونه ۳ یو ورځینۍ مسابقې هم وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *