د راشد ارمان په حضور کې د استرالیا مېشتو افغانانو لومړنی کلب پرانیستل شو

تاند- په استرالیا کې د افغانانو د کرکټ لومړنی کلب د افغانستان د ملي لوبډلې د تکړه لوبغاړي راشد ارمان په حضور کې پرانیستل شو.

راشد ارمان، چې د استرالیا په بیګ بش سیالیو کې د ګډون لپاره په دغه هیواد کې دی، نن /پنجشنبه/ مخکې تر دې چې سبا په بیګ بش کې لومړنۍ سیالي وکړي، له استرالیا مېشتو افغانانو سره د دوی د کرکټ کلب په پرانیستونکې غونډه کې ګډون وکړ.

دا لوبډله (پښتون کرکټ کلب او اکاډیمي) نومېږي.

Nabi and Rashidپه استرالیا کې د افغانانو د کرکټ کلب په جوړولو کې د پښتنو ټولنې مشر عذیر ساپي زیاتې هڅې کړي دي.

ښاغلی ساپی وايي، افغانانو هیله لرله چې د دغه کلب په پرانیستونکو مراسمو کې د افغانستان د ملي لوبډلې یو لوبغاړی حاضر وي، خو له ښه مرغه د راشد ارمان راتګ د دوی دا ارمان ورپوره کړ.

د استرالیا په بیګ بش سیالیو کې راشد ارمان او محمد نبي عیسي خېل په دوو جلا لوبډلو کې لوبېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *