د کلکتې مشر روزونکي د خپلې لوبډلې غښتلتوب اعلان کړ

لیکنه: بهار سمسور

 د کلکته نایټ رایډرز لوبډلې مشر روزونکي نیوزلینډي برېنډان مکلم ویلي، دا ځل به د کلکتې لوبډله یوه ډېره غښتلې لوبدله وي.

 د ده په خبره چې، دا ځل یې په بولۍ کې هغه لوبغاړي را نیولي، چې لوبډله ورته اړتیا لري، او دوی ورته ځانګړی پلان لري. نوموړي هند ته تر روانېدو مخکې پرون پر خپل ټوېټر دا خبرې لیکلې او ټنګار يې کړی، چې غواړي دا ځل د کلکته نایټ ریډرز لوبدله پوره غښتلې او په راتلونکي پړاو هند غوره لیک کې له هره اړخه پوره لوبډله ولري. کلکتې دا ځل روبین اتاپا، کریکس لېن، انریچ نارتجی، پیوېش چاولا، جاوو ډنلي، یارا پریتویراج، نیخل نېک، کي سي کریپا، ماتیو کیلي، شریکانټ مانډهي او کارلس براتوېت. ایله کړي.

 خو: دینیش کارتېک، انډری رسل، سنیل نراین، کلدیپ یادوف، شبمین ګېل، لوکي فریګسن، نېتېش رانا، ساندیپ واریر، هاري ګورني، کاملېش نیګاراګوټي، شیوام ماوي، سیډيش لاډ يې له ځانه سره ساتلي، چې بولۍ ته نه وو وړاندې شوي.