راپور: ثــناءالله خـــادم­

د هندوستان په غوره لیګ یا ای پي ایل سیالېو کې بیګاه لوبه د ممبۍ انډایانز لوبډلې په کوربه توب ترسره سوهؤ ددې سیالۍ ټاس ممبۍ لوبډلې وګاټه  او په خپله یې لومړی د توپ اچوني پریکړه وکړه.

ډهلي کاپیټلز لوبډلې د پانټ ۷۸، انګرام ۴۷، داون ۴۳ او د شرایس ۱۶ منډو و ممبۍ لوبډلي ته لوړ هدف ۲۱۴ وټاکه.
ممبۍ بالرانو کې ښه اورونه McCLENAGHAN په څلور اوره کې د ۴۰ منډو په ورکولو درې ویکټي ، بومرا په څلور آوره کې ۴۰ منډي او یوه ویکټ، هارډیک څلور آوره کې ۴۱ منډي او یوه ویکټ او کټینګ دوه آوره کې ۲۷ منډي او په بدل کې یې یوه ویکټ ترلاسه کړه.

ممبۍ لوبډله کې زیاتې منډي یوراج ۵۳، کرونال ۳۲، ډي کوک ۲۷، فولارد ۲۱، روهیت ۱۴ او مک کلین ۱۰ منډي جوړي کړې.

کاپیټلز لوبډلې له ممبۍ لوبډلې نه دغه سیالي د ۳۷ منډو په توپیر لوبه وګټله.

د یادولو وړ ده چې د هند ای پي ايل سیالېو ته د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې درې پیاوړي او نوموتې لوبغاړي هر یو راشد خان، محمد نبي او مجیب الرحمن هم پيرل شوي دي، چې د سنراریزس حیدر آباد لوبډلې لپاره به ولوبیږي.