د کرکټ په نړۍ کې نوې پېښه؛ د لومړي ځل لپاره د لمر له امله د لوبې ځنډېدنه
په کرېکټ کې به مو د ورښت او یا هم خرابې بریښنايي رڼا له کبله د سیالۍ ودریدل اوریدلي وي خو د تیز لمر له کبله لوبه ودریدل مو کله اوریدلي؟ دا که څه هم نادره ده خو د نیوزېلنډ او هندوستان ترمنځ په لومړۍ یو ورځنۍ سیالۍ کې چې د نیوزېلنډ په مکلین پارک لوبغالي کې ترسره کېده، له دې کبله تر ۳۰ دقیقو لوبه ودریدله کله چې د هند توپوهونکو د تیز لمر له کبله لوبڅارانو ته شکایت وکړ.
په عام ډول د ورښت پرمهال د لوبې ودریدو له کبله د ډک ورت لوئس قانون پلي کیږي، خو په دغه لوبه کې ورښت نه بلکې د لمر رڼا له کبله یاد قانون پلي شو. د ډک ورت لویس قانون له مخې په دغه دوران کې د نیوزېلنډ له منډو څخه ۲ منډې کمې شوې او لوبه تر ۴۹ اورونو محدوده شوه. له دې وړاندې په همدغه لوبغالي کې د یوې کورنۍ سیالۍ پرمهال هم د تیز لمر له کبله روانه لوبه ودریدلې وه، همدا ډول د انګلستان په ځینې لوبغالو کې هم د کورني سیالیو پرمهال د تیز لمر له کبله د سیالۍ ودریدلو شکایت شوی و، خو په نړیوالو لوبو کې دا لومړی وار دی. په عام ډول کرېکټ لوبغالي کې د پيچ مخه د شمال څخه جنوب خواته کیښودل کیږي، خو د مکلین پارک لوبغالي پیچ مخه د ختیځ څخه لویدیځ خواته ایښودل شوې، چې له کبله یې لوبغاړو ته د لمر لګیدو ستونزه رامنځته کیږي. د یادونې ده چې نن د چهارشنبې په ورځ د نیوزېلنډ او هند لوبډلو ترمنځ لومړۍ یو ورځنۍ سیالۍ ترسره شوه چې په کې هند نیوزېلنډ لوبډلې ته د ۸ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.