د لومړي ځل لپاره یوه افغانه په مانچسترسیټي کلب کې لوبېږي

تاند- په بریتانیا کې یوې افغان پناه غوښتونکې، چې د طب محصله ده، د مانچسترسیټي له فوټبال کلب سره قرارداد لاسلیک کړ او د نړۍ د ښځینه فوټبالرانو په ستورو کې وشمېرل شوه.

۲۹ کلنه نادیه ندیم په ۹ ژبو خبرې کوي او اوس د جراحۍ په برخه کې د ستاژ په دوره کې ده.

دا چې په فوټبال کې فاروده ده، تازه له مانچستر سیټي لوبډلې سره یوځای شوه.

د مانچستر ایفنینګ نیوز ورځپاڼې د راپور پر اساس، څه چې د دې په اړه مانچستر سیټي ویلي، دا تر دې ډېره لوړه او د کمالونو خاونده ده چې یوازې یوه تکړه فوټبالره وګڼل شي.

نادیې ته د یوې ماډلې او بېلګې په سترګه کتل کېږي. نادیه له خپلې مور او ۴ خویندو سره ۱۷ کاله پخوا د قاچاقبرو له لوري اروپا ته راوستل شوه، هماغه مهال نادیه ۱۲ کلنه وه.

نادیه او کورنۍ یې نه پوهېدل چې بالاخره به کوم اروپايي هیواد ته ځي، خو قسمت ډنمارک ته بېولل او همالته دېره شول.

په فوټبال کې د دې استعداد د (GUG Boldklub) د سیمې د ټیټې سویې په فوټبال کلب کې، چې د دې د پناه غوښتونکو د مرکز مخته و، څرګند شو.

نادیې د فوټبال لومړنی مسلکي قرارداد له آی کې سلوفباکین ( IK Slovbakken) کلب سره په ۲۰۰۶ م کال لاسلیک کړ او وروسته یې له (Fortuna Hjørring) سره لوبه پیل کړه او همالته یې د لومړي ځل لپاره د ډنمارک د غوره لیګ په اتلولیو کې د ګډون چانس وموند.

نادیې په ۲۰۰۸ م کال د ډنمارک پاسپورت ترلاسه کړ او تراوسه پورې یې ۷۴ کپونه ترلاسه کړي او ۲۲ ګولونه یې وهلي دي او له همدې کبله د ډنمارک د ښځو په ملي لوبډله کې منل شوې ده.

د دې ښې لوبې د ډنمارک له ملي لوبډلې سره مرسته وکړه چې دا هیواد د اروپايي هیوادونو د ښځو د فوټبال پایلوبې ته ورسېږي.

د نادیې ښه لوبه، په تېره بیا د سږني دوبي په تورنمنټ کې دوه ښه ګولونه سبب شول چې دا د اروپا د ښځینه فوټبالرانو په منځ کې غوره لوبغاړې وګڼل شي.

نادیه یوازې په فوټبال کې تکړه نه ده؛ دا د جرمني، فرانسوي، انګلیسي او عربي په شمول په ۹ ژبو هم ږغېدای شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *