رسنېو کرکټ ته څه ورکړل …..! ؟

 لیکوال: حضرت عثمان نوري مومند ||

نږدې لس کاله کیږي چې افغان کرکټ ملي لوبډله د نړۍ د نورو پیاوړو لوبډلو په وړاندې لوبې کوي او د ښو لاسته راوړنو ترڅنګ په ډېر تنګ او لنډ وخت کې په ډېرې چټکۍ سره په حیرانوونکي ډول پرمخ ولاړه؛ ځکه افغان ملي لوبډلې د روان ۲۰۱۷ کال جون په ۲۲مه د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د ټیسټ لوبو بشپړ غړیتوب هم ترلاسه کړ؛ چې د کرکټ پوهانو په باور دا د افغانانو لپاره یو ستر ویاړ او نه هیریدونکي لاسته راوړنه ده. هغه پوښتنې چې زیاتره وخت د کرکټ مینوال ورسره مخ کیږي ښايي دا وي چې: د افغانستان راتلونکي لوبې کله او له چا سره دي؟ او ایا دغه لوبې به د کوم تلویزون په پرده وښودل شي او که نه؟ دا او دا ډول نورې پوښتنې ددې څرګندونه کوي چې زموږ هیوادوال د خپلې ملي لوبډلې لوبو ته ډېر انتظار کوي او د کرکټ له لوبې سره بې کچې مینه لري. د لوبې په جریان کې چې کله افغان کرکټ ملي لوبډله د سیالې لوبډلې په وړاندې سیالۍ ترسره کوي، د کرکټ هر مینوال په دې هڅه کې وي چې د لوبې د احوال څخه د خبریدو لپاره ځان ته یوه وسیله هغه که راډیو، تلویزون، ټولنیزې رسنۍ، انټرنټ او یا هم کومه بله لار وي، پیدا یې کړي او ځان د لوبې له جریان څخه باخبره وساتي.

لکه څنګه چې د کرکټ مینوال د لوبې لیدل او اورېدل غواړي، هغسې خپروای ورته د کرکټ بورډ لخوا ندی وړاندی شوی، نو له همدې آمله د کرکټ بورډ سره سیمه ایزو او ملي رسنیو د لوبو په خپراوي کې هم مالي او هم ځاني مسؤلیتونه د خپل ځان په غاړه اخیستي او د کرکټ مینوالو ته یې د لوبو بال په بال جزیات هم په غږیزه او هم په لیدلدنۍ بڼه وړاندې کړي دي. ددې صحنې ښکاره مثال دا دی چې کله هم د هېواد د ملي لوبډلې د کومې بلې لوبډلې سره لوبه وي نو بيا ګڼې رسنۍ کوښښ کوي چې له دې لارې لیدونکي او اوريدونکي خپل کړي، کله چې لوبه روانه وي، وینو چې يو يا دوه مبصرین (کامنټيټران) سره د یو کرکټ پوه مېلمه په سټوډيوګانو کې راټول وي او هلته يې په لوبه د تازه جزیاتو لپاره تبصرو ته رابللی وي، همداراز د کرکټ مینوالو پوښتنې او نظرونه هم د کرکټ پوه مېلمه مخ ته ږدي او بیا یې په اړه د لوبې په جریان کې بحث کوي. راځم اصلي موضوع ته چې رسنیو کرکټ څه ورکړل؟ ددې موضوع د لاروښانه کولو لپاره مو د یو شمېر کرکټ پوهانو سره یو څو پوښتنې شریکې کړي دي. لومړی مو په ننګرهار کې د خوږ ژبي خبریال غازي عابد مخ ته دغه پوښتنې کېښودې: تېر ته په کتو که د افغان کرکټ په لاسته راوړنو وغږیږئ؛ او همداراز یې راتلونکی څه ډول ارزوئ؟ ــ ښاغلي عابد یې په اړه داسې وویل: عابد: افغان کرکټ ملي لوبډله په حیرانوونکې ډول پرمخ ولاړه او اوس یو ستر توپير شته؛ هغه دا چې افغان ملي لوبډله تر دې ځایه ورسېده چې ان اوس یې په ټیسټ لوبو کې بشپړ غړیتوب هم ترلاسه کړ. همداراز که د لوبډلې وړتیا او بریا ته وګورئ، نو افغانان او ټوله نړۍ پرې قانع دي چې وړتیاوې شته، مثلاً له پوره غړیتوب لرونکې زمبابوې نه د لوبلړ د لړیو ګټل، له پیاوړې لوبډلې ویسټنډیز نه په نړیوال شل اوریزه جام کې د لوبې ګټل او اوس څه وخت وړاندې ترې د پنځوس اوریزې لوبې ګټل او همداسې نورې پیاوړې سیالۍ کولئ شو. ــ ملي او نړیوالو رسنیو افغان کرکټ ته څه ورکړل؟ عابد: ملي او نړیوالو رسنیو افغان کرکټ ته ډېر څه ور په برخه کړل او ددوی لپاره یې په تبلیغ او د هغو وړتیاوو او سوله ییزه پیغامونو په رسولو کې یې ورسره مرسته کړې چې د یووالي، پرمختګ او د هیواد د ښیرازۍ لپاره یې نړۍ او افغانستان ته درلودل. په واقعیت باید سترګې پټې نه شي، که رسنۍ نه وای، نو په داسې ټولنه کې چې له ټیکنالوژۍ وروسته پاتې دی دا خلک څنګه خبریدل او د کرکټ په خوشحالیو سره راټولیدل. ــ په ټوله کې ولې د کرکټ او رسنیو ترمینځ اړیکي او رابطه ډېره پیاوړې ده ؟ عابد: د رسنیو دنده همدا ده چې په بیلابیلو برخو کې ولس ته خدمت وکړي، نو په همدې اساس سپورت نه د خلکو خبرول هم خپله یوه دنده او بوختیا بولي، نو په همدې اساس که چېرته رسنۍ وي نو ددغې لوبې لپاره ترې لا نور ځوانان هڅیږي، چې ورزش وکړي، سوله وکړي، ارام ژوند وکړي او خوښي وکړي، دا ځکه دا ډول بوختیاوې انسانان روحًا خوشحالوي. عابد صیب د وروستۍ پوښتنې په توګه که راته وایئ: د افغانستان د کرکټ د لا ښه والي او پرمختګ لپاره باید کرکټ بورډ څه وکړي؟ عابد: کرکټ بورډ د کرکټ لپاره ډیر څه کړي او باید لا پرمخت لاړ شي، چې ښه تازه بیلګه یې، د ټیسټ لوبو بشپړ غړیتوب دی، دا د کرکټ قانع کوونکې تګلاره وه چې نړیوال یې قانع کړل، نو باید نړیوالې مرستې او له وروسته د اې سي سي له لورې کیدونکې مرستې باید هڅه وکړي چئ په بیلابیلو برخو کې په ځانګړي ډول د کرکټ لپاره د نویو ځوانانو په روزولو، داخل کې په نړیوال معیار د پراخو ډګرونو جوړولو او نورو برخو کې یې وکاروي. همدغه د غږیزو او ليدنۍ رسنیو د ویاندویانو له برکته د افغانستان د کرکټ په تاریخ کې د کرکټ سختې اصطلاح ګانې پښتو ته راوژباړل شوې، لکه توپ اچونه، ډګر ساتنه (توپ نیونه) توپوهنه، ویکټ ساتنه، لوبڅاران اوداسې نورې اصطلاحوې په افغاني ټولنه کې د کرکټ مینوالو ته وروپيژندل شوې، چې دا هم د افغاني رسنیو لخوا کرکټ بورډ ته ستره لاسته راوړنه شمېرل کیږي. د هندوستان په ای پي ایل سیالیو کې دښې کارکرده ګۍ له امله دوه افغان لوبغاړو (محمد نبي عیسی خیل او راشیدخان ارمان) هم د افغانستان نوم نړیوالو ته د یوې روښانه راتلونکې لپاره زیری ورکړ. راشیدخان او محمد نبي عیسی خیل د ۲۰۱۶ کال د پای لوبې ګټونکې (سنریزرس حیداراباد) لوبډلې لخوا په ډېره لوړه بېه واخیستل شول او د ښو لوبو کولو وروسته ورسره د د اسټرالیا لوبغاړو ژمنه وکړه چې د یاد هیواد په بیګ بیش سیالیو کې به یې هم په لوړ قیمت واخلي. د افغان لوبغاړو دا او دا ډول نورې لاسته راوړنې په هیواد دننه او بهر د رسنیو لخوا د مهمو خبرونو سرټکي وګرځيدل او د نړیوالو مبصرینو لخوا ډېر وستایل شول. د کرکټ پوهانو په باور که افغان کرکټ ملي لوبډله همداسې ښې کارکرده ګۍ ته دوام ورکړي، نو لرې نده چې په نړیواله درجه بندۍ کې به ترټو مخکښه نوم خپل کړي. نوټ: دغه لیکنه په بهايي مهالنۍ مجله کې هم لوستلی شئ.

ــــــ پای ۲۰۱۷/ جون/ ۲۶

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *