د شاهین اسمایي لوبډلې هم د افغانستان فوټبال غوره لیګ سیالیو پای لوبې ته لار پیدا کړه.
د افغانستان د فوټبال غوره لیګ سیالیو په دویمه نیمه پای لوبه کې شاهین اسمایي او سیمُرغ البرز لوبډلې سره مخ شوې.
په دې لوبه کې شاهین اسمایي په سیمُرغ البرز لوبډله پنځه ګولونه وکړل او لوبه یې ترې پنځه د صفر ګول مقابل کې وګټله.
په دې بریا سره شاهین اسمایي د یادو سیالیو پای لوبې ته لار پیدا او خپل پرمختګ یې ثابت کړ.
لومړۍ نیمه پای لوبه کې طوفان هریرود لوبډلې د سپین غربازانو ته په ماتې ورکولو د دې سیالیو په لوبې ته وتې وه.
پای لوبه کې به طوفان هریرود او شاهین اسمایي سره مخ شي.
هېره دې نه وي چې تېر کال طوفان هریرود لوبډلې د دې سیالیو اتلولي ګټلې وه