د فوټبال او کرکټ له ډګره

محمود خان منندوی

رسمي:  فرانس فوټبال تائید کړه، چې د لومړي ځل لپاره به د 2019 کال د سرو زرو د توپ په مراسمو کې به د کال غوره ګول ساتوونکي ته هم جایزه ورکړي، چې د دې جایزې نوم لو یاشین دی.

دا جایزه د شوروي اتحاد د مشهوره ګول ساتوونکي لو یاشین په احترام ورکول کېږي. هغه په 1963م کال کې د سرو زرو توپ وګاټه.

رسمي: د سریلانکا د کریکټ د ملي لوبډلي پر الراونډر لوبغاړي اکیلا باندې د کریکټ د نړۍ والي شورا له لوري د غیرې قانوني توپ اچوني په خاطر 12 میاشتنی بندیز ولګول شو.

د دغه 25 کلن لوبغاړي د بندیز موده د 2020م کال د اګسټ پر 29مه نېټه پایته رسیږي. دا دوهم ځل دی، چې پر اکیلا بندیز لګیږي، مخکې په 2018م کال کي بندیز پر لګول شوی وو.

رسمي: فیفا اعلان کړه، چې د 2019 کال د سرو زرو د توپ / بالون ډور لپاره به د 30 کاندیدو لوبغاړو نومونه د راتلونکي اوکټوبر میاشتي پر 21مه نېټه اعلان شي.
همدارنګه د لوبغاړو درجه بندي او د سرو زرو د توپ ګټونکی به هم د ډیسمبر پر دوهمه مشخص شي.

د اټلاټیکو ماډریډ روزونکی ډیګو سیموني: د یوونټوس سره د مساوي شوې لوبې په خاطر خوشحاله یم.
موږ د یوې قوي، سختي او لوړ کیفیت لرونکي لوبډلي پر وړاندې ولوبېدو.

زیدان: په لوبه کې د لوبغاړو نه جدیت ما پریشانه کوي.
پاریس سېنټ جرمن تر موږ په هره برخه کې ښه وو او د بریا مستحق وو.