کورټوا اخیري  ۷ میاشتې وړاندې کلین شېټ کړی وو

محمود خان منندوی

د اروپا د اتلانو د لیګ په لومړۍ اوونۍ کې د پاریس سېنټ جرمن او ریال ماډریډ لوبه 3-0 فرانسوۍ لوبډلي وګټله.

د بلیچر ریپورټ د معلوماتو پر اساس، د ریال ماډریډ په لباس کي د کورټوا د اخیري کلین شېټ څخه اووه میاشتې تیرې شوې دي. هغه د اخیر ځل لپاره د الاویس څخه په 3-0 بریا کې ( د 2019 کال د فبروري 3، د لالیګا 22مه اوونۍ) کلین شېټ کړی وو. د هغه راهیسي کورټوا د ریال ماډریډ لپاره 15 لوبې کړي دي، چي هیڅ لوبه کي یي کلین شېټ نه دی کړی. جالبه خو دا ده، چې ناواس تر اوسه دوې لوبې د پاریس سېنټ جرمن لپاره کړي دي، چې دواړو لوبو کې یي کلین شېټ کړی دی.