د فوټبال له ډګره

محمود خان منندوی

رسمي: مارسلو د زخمي کېدو په خاطر د پاریس سېنټ جرمن سره د ریال ماډریډ لوبه له لاسه ورکړه. پوره لس ورځې ممکن له لوبو څخه لیرې وي.

رسمي: د ډورټمنډ پر وړاندي د بارسلونا په اعلان سوي لیست کې د میسي نوم هم راغلی دی.

میسي ممکن د لوبې په اخیرو دقیقو کې ولوبیږي.

منچسټر سیټي په چمپیونز لیګ کي د شاخټار ډونټسک پر وړاندې د خپلو لوبغاړو لیست اعلان کړی.

رسمي:

ډاویډ ډخیا د منچسټر یونایټیډ سره خپل قرارداد تر 2023م کال پورې وغځاوه. په دې قرارداد کي دا ماده هم ذکر سوې ده، چې ډخیا یو بل کال نور هم قرارداد غځولای شي.

بارسلونا د ډورټمنډ پر وړاندې خپل د لوبغاړو لیست اعلان کړی.

د امریکا د MLS لیګ په روان فصل کې زلاټان ابراهیموویچ د 25 ګولونو په لګولو سره، د دې لیګ په یوه فصل کې د زیاتو ګولونو د لګولو په خاطر د لاس انجلس ګلکسي غوره ګول وهوونکی شو.

د سیر اې د 2019 کال په لوبو کې اث میلان تر ټولو لږ ګولونه خوړلي دي، (17) او تر نورو کلبونو یي ډېر کلین شېټونه کړي دي. (10)

د فوټبال د نړۍ اوسني تر ټولو قیمتي کلبونه ( د هغه مقدار پیسو په حساب چې د هر لوبغاړي د رانیولو لپاره یي مصرف کړی دي).