د هلمند ای فوټبال غوره ليګ

احمد مسعود

دهلمند A فوټبال غوره لیګ د تګ پړوا د وروستۍ اوونۍ لوبه به نن دوشنبه چې د روانې وږې میاشتې له ۲۵مې نېټې سره سمون خوري، د کابل په وخت مازديګر پر 4:150 دقيقو د قانون فوټبال ټيم او بست فوټبال ټيم ترمنځ ترسره شي.

په تګ پړوا لوبو کې ليسه ذکور فوټبال لوبډله تر نورو بیا مخکښه ده چې د راتګ پړوا لوبې به یې د روانې سپټمبر میاشتې په 19مه نېټه سره راپيل کړي.

دوهم دقانون فوټبال ټيم دی چې تر دې مهاله 15 نمرې لري، که دا لوبډله نن بریا خپله کړي، بيا به هم په 18 نمرو سره موقف خپل کړي.

دوهمه لوبډله بیا د کريم اتل فوټبال لوبډله ده چې دا به په 11 نمرو سره دريم ټيم د راتګ پړوا لوبې را پيل کړي.