د ورزش له ډګره

محمود خان منندوی

رسمي: د پاریس سېنټ جرمن اعلان کړه، چې امباپي به یوه میاشت او کاواني به درې اوونۍ د زخمي کېدو په خاطر له لوبو څخه لیرې وي. دوی پرون شپه زخمي شول.

د کاټلونیا راډیو: بارسلونا اوسمهال راکیټیچ د دې کلب څخه پرېښودلو ته مجبوروي. هغه ته په لوبو کې لږ وخت ورکول د دې ښه ثبوت دی.

رسمي: روما کلب تائید کړه، چې ډیګو پروتي د زخمي کېدو په خاطر دوې میاشتې لوبې نه شي کولای.

رسمي: جیمز به د زخمي کېدو په خاطر دوې یا درې اوونۍ له لوبو څخه لیرې وي.

پاریس سېنټ جرمن د فرانسې د فوټبال د تاریخ لومړی کلب شو، چې په 41 پرلپسې لوبو کې ګولونه لګولي دي.

ټیمو ورنر د لیپیزیک سره خپل قرارداد تر 2023م کال پوري وغځاوه.

د 2014م کال په دې ورځ، ماریو بالوټلي د اث میلان څخه د لیورپول سره یو ځای شو.

لیونل میسي د ټرانسفر مارکیټ له نظره د لالیګا د 2018/19 فصل د غوره لوبغاړي په توګه انتخاب شو.