د کرکټ او فوټبال له ډګره

محمود خان منندوی

د خپلواکۍ بیرته اخیستو د سلمې کلیزې په ویاړ د زمري په ۲۸مه به افغان ځوانان او افغان اتلان د کابل په لوبغالي کې د یو بل پر وړاندې لوبه وکړي.

ریال ما‌ډریډ د لالیګا په لومړۍ لوبه کې په لسو لوبغاړو خپل سخت حریف سیلټا ویګو ته ماته ورکړه. ریال ماډریډ 3 | کریم بنزما، ټوني کرووس او لوکاس واسکیز، سیلټا ویګو 1 | ایکر لوساډا. په دې لوبه کي لوکا موډریچ ته سور کارت ورکول شو

راتلونکې دوشنبه د 2019 کال د ښایسته ګول / Puskas لپاره لس کاندید لوبغاړي اعلانېږي.
دا جایزه لومړی رونالډو وګټله.

د دې جایزې ټول ګټوونکي
2009 کریسټیانو رونالډو
2010:هامیټ الټین ټاپ
2011 نیمار
2012 میروسلاف سټوک
2013 زلاټغن ابراهیموویچ
2014 جیمز روډریګویز
2015وینډل لیرا
2016موحد فیض صوبري
2017اولیور ژیرو
2018محمد صلاح