د فوټبال له ډګره وروستي لنډ خبرونه

محمود خان منندوی

رسمي:  بارسلونا اعلان کړه، چې جورډي البا د زخمي کېدو په خاطر دوې اوونۍ لوبې نه شي کولای. هغه پرونۍ لوبه کي زخمي شو.

وړمه شپه ریال ماډریډ د چمپیونز لیګ پنځوسم فصل پیل کړ.

ریال په تېرو 49 دورو کي 13 اتلولۍ ګټلي دي، چې د بل هیڅ کلب سره د پرتلې وړ نه دي.

د ریال ماډریډ او پاریس سېنټ جرمن د لوبو غوره ګول وهوونکی رونالډو دی، چې 3 ګولونه یي لګولي دي.

په 2004م کال کې تر وین روني وروسته، د سالزبورګ حمله کوونکی لوبغاړی ارلینګ هالنډ په 19 کاله عمر او 58 ورځو سره د چمپیونز لیګ د تاریخ ځوان لوبغاړی شو، چې د دې لیګ په لومړۍ لوبه کي یي هټریک وواهه.

د بارسلونا، ریال ماډریډ او اینټر میلان پخوانی ستوری رونالډو نازاریو نن 43 کلن شو.

د سکای سپورټ د اعلان پر اساس، یوفا به راتلونکې اوونۍ د ویمبلي لوبغالی د چمپیونز لیګ د 2023م کال د پایلوبې کوربه معرفي کړي.

د ایاکس دفاعي لوبغاړی اډسون الوارز لومړی مکسیکویی لوبغاړی شو، چې د چمپیونز لیګ په لومړۍ لوبه کې یي ګول ولګاوه.

د سکاټلنډ د ګلاسکو رنجرز پخوانی دفاعي لوبغاړی فرنانډو ریکسن نن د معزي مریضۍ له امله د 43 کلونو په عمر مړ شو.

د فرانسې د فوټبال د اتحادیې د اجرایې څانګه پلان لري، تر څو د دې هیواد د اتحادیې جام لوبې د راتلونکي فصل څخه نورې ختمې کړي.
دا طرحه تر اوسه نه ده تصویب شوې.