د فوټبال له ډګره وروستي لنډ خبرونه

محمود خان منندوی

کروس د میسي په اړه: که میسي د بارسلونا څخه جلا شي، په دې معنا نه ده چې ریال دي ټول جامونه وګټي، خو بارسا به مهمه سلاح له لاسه ورکړي.

هسپانوي رسنۍ: ریال ماډریډ د منچسټر سیټي پر وړاندې د خپل راتلونکي فصل نوي دوهم لباس کې لوبیږي.

اسې میلان اعلان کړه، چې کونټي د ساسولو پر وړاندې تر ټپي کېدو وروسته پرون خپل د کیڼ زنګون جراحي عملیات وکړ.

 لمپارډ اعلان کړه، چې کانټي او ویلیان د ارسنال پر وړاندې سیالۍ ته چمتو دي.

 ډیبالا د سیري اې د جولای میاشتي د غوره لوبغاړي په توګه انتخاب شو.

د پرټګال د ملي لوبډلي، پورټو او بشیکټاش کلبونو پخوانی حمله کوونکی لوبغاړی کاسم پاشا له دې کلبه جلا شو او اوس ازاد لوبغاړی دی.

لیورپول د ۲۰۲۰/۲۱ فصل لپاره خپل لومړی رسمي لباس معرفي کړ.

  پاریس سېنټ جرمن د بایرن میونیک څخه د ټیاګو الکانټرا د رانیولو لپاره دې کلب ته د ۳۰ میلیونه یورو وړاندیز کړی دی. اوس دواړه کلبونه خبرې سره کوي.

ایموبیلي د ۲۰۱۹/۲۰ فصل د سرو زرو بوټ وګاټه.

 یوونټوس د نن لوبې لپاره رونالډو نه دی اخیستی او په دې سره رسماً د ۲۰۱۹/۲۰ فصل د سرو زرو د بوټ ګټوونکی چیرو ایموبیلي شو.

ګریټ بیل د راتلونکي په اړه: زه فکر کوم، چې کلب باید دې پوښتني ته ځواب ووایي. ریال ماډریډ دا موضوع ډېره سخته کړه. تېر کال مې غوښتل ورڅخه جلا شم، خو هغوی اخیرو لحظو کې مانع شول.