ویرات کهولي: انوشکا شرما مې ټول ذهنیت بدل او يو ښه انسان يې راڅخه جوړ کړ

 د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې پياوړی او نامتو کرکټر د انوشکا شرما په اړه له  ډېر هغو ناویلو خبرو پرده پورته کړې ده چې ګڼ شمېر مینه وال ورته سترګې پرلاره وو.

ویرات کهولي چې د هندوستان کرکټ ملي لوبډله کې ډېر پاتې شوی دی او د ښې لوبې کولو له امله ورته د منډو ماشین هم ویل شوی د خپل ژوند د نوې ملګرې انوشکا شرما په اړه وايي:

((خوښ یم چې انوشکا لرم.))

 دی زیاتوي: (( پخوای یوازې یوبغاړی وم، خو عملي انسان نه وم، خو انوشکا شرما مې ټول ذهنیت بدل کړ او يو ښه انسان يې راڅخه جوړ کړ.

 هغه زیاتوي: خوښ یم چې انوشکا مې د ژوند ملګرې ده او زما لپاره د یو نعمت څخه کمه نه ده.

 ويرات او شرما په ۲۰۱۷ زیږدیز کال کې ګډ ژوند پېل کړ او اوس له خپل ژونده ډېر خوښ بریښي.