د ویرات کهولي مېرمن: اوسمهال بچي راوړلو ته اراده نلرم

د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې نامتو لوبغاړي ویرات کهولي مېرمن انوشکا شرما چې له کهولي سره یې ګډ ژوند پیل کړی دی، رسنېو ته ویلي چې اوسمهال یې اولاد زېږولو ته اراده نشته.

دی زیاتوي:

(( لا ځوانه یم، انرژي لرم، غواړم کار وکړم، اوس مې بچي راوړلو ته اراده نشته.))

 هغه وايي: نورې رانه دا پوښتنې مه کوﺉ، بس دی.

 د انوشکا خاوند ويرات کهولي تېره ورځ هندي لوبغاړي هارډيک پانډيا ته مبارکي ويلې وه، چې له واده وړاندې يې زوی وشو.

 مینه والو ویرات کوهلي او انوشکا شرما هم په قلار پرېنښودل، بار بار يې ترې وپوښتل چې ستاسو بچی به کله کيږي؟

ویرات کهولي د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې نامتو څېره بلل کېږي او د غوره کرکټ له امله ورته د منډو ماشین لقب هم ورکړل شوی دی.

کهولي په ښي لاس خوندوره او چټکه توپوهنه هم کولای شي او زیات وخت لوبډله له سخت فشار نورمال حالت ته وړلی شي.