نن شپه لس بجې پاکستان کرکټ ملي لوبډله د انګلند خلاف سیالي پیلوي

د پاکستان کرکټ ملي لوبډله د پلازمېنې کابل پر وخت نن شپه لس بجې د انګلنډ کرکټ ملي لوبډلې خلاف د شل اوورونو سیالي لري. د دواړو لوبډلو تر منځ په دې لوبلړ کې دا لومړۍ سیالي ده چې د یو بل خلاف یې ترسره کوي.

د ټېسټ سیالیو لوبړ بیا کوربه لوبډلې انګلستان ګټلی و.

د بابر اعظم په مشرۍ د پاکستان کرکټ ټیم نن د پیل شوي درې میچونو سیریز لومړۍ شل اووریزه سیالي کې ایون مورګن انګلنډ سره سیالۍ ته چمتو دی. په ټیسټ سیریز کې پاکستان له ماتې وروسته  اوس نن شپه لس بجې د انګلنډ خلاف شل اووریزه سیالي پیلوي.

پاکستان کرکټ ملي لوبډله اوس په دې لټه کې ده چې خپل برخلیک بدل کړي.

په اړخ کې د یو څو بدلونونو سره ، د پاکستان ټیم د تجربې او ځوانانو ترکیب لري. ۳۹ کلن محمد حفیظ ترټولو زوړ غړی دی، پداسې حال کې چې ۱۷ کلن نسیم شاه بیا تر ټولو ځوان لوبغاړی دی.

له دې سیالۍ وړاندې دواړو لوبډلو د ټيسټ لوبو لوبلړ ترسره کړی و چې کوربتوب یې هم انګلنډ پر غاړه اخیستی و.