افغان کرکټر محمد نبي په سي پي ایل کې ریکارډ جوړ کړ، ۲۰۲۰ زیږدیز یې بختور ښکاري

د افغانستان نوموتی کرکټر محمد نبي عیسی خېل لومړی لوبغاړی شو چې په ۲۰۲۰ زیږدیز کې په پنځو ویکټو اخیستو ریکارډ جوړ کړ.

سیټ لوشیا زوکس د پنجشنبې په ورځ د پیټریټز پر وړاندې د شپږ ویکټو بریا ثبت کړه.

د افغانستان پخوانۍ کپتان محمد نبي د کارابین پریمیر لیګ (سي پي ایل) سیالیو کې د پنځو ویکټو اخیستو لومړی لوبغاړی شو چې د روان ۲۰۲۰ زیږدیز کال په اوږدو کې یې دا نامي ریکارډ په خپل نوم کړ.

د سټ لوسیا زوکس (SLZ) آل راونډر د پنجشنبې په ورځ (د اګست په ۲۷مه) د سینټ کیټس او نیویس پیټریاټس (SKP) پروړاندې په خپل څلور اوورونو کې ۱۴ منډې ورکړې او د سیالې لوبډلې یې پنځه پیاوړي لوبغاړي وسوځول.

افغان آل راونډر محمد نبي د دې سیالۍ په ښه ځلېدا سره د کرکټ نړېوالو مبصرینو ډېر ستایلی او د نوموړي دا په زړه پورې توپ اچوونه یې بې سارې بللې ده.

نبي د سهیل تنویر وروسته دوهم لوبغاړی شو چې په پنځو بیلابیلو فرنچائز لیګونو – د بنگله دیش غوره لیګ (BPL) ، د افغانستان غوره لیګ  (APL)، بیګ باش لیګ (بی بی ایل) او د هندوستان غوره لیګ کې یې بیا  د ویکټو غوره ریکارډونه ثبت کړي دي.

محمد نبي د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر او اوسنی آل رونډر لوبغاړی دی چې په لوبه کې کلیدي رول لوبوي.

پاتې دې نه وي چې په لوشیا زوکس لوبډله کې د محمد نبي په ګډون ظاهر پکتین او نجیب الله ځدران هم شامل دي