د هند لوبغاړي محمد شامي ۱۱ کلن ریکارډ ژوندی کړ

هندي تیزبالر محمد شامي د پروین کمار وروسته دویم هندی تیزبالر شو چې په یوه سیریز کی ۲ ځلی د غوره لوبغاړي جایزه ګټي.
محمد شامي نن د نیوزیلینډ خلاف په ۳مه پنځوس اوریزه لوبه کې ۳ ویکټی واخیستي او غوره لوبغاړی شو.
ددی وړاندی پروین کمار هم د هند له پاره په ۲۰۰۸ کال کی د اسټرالیا خلاف د ۵۰ اوریزه لوبو سیریز کې ۲ ځلی دغوره لوبغاړي جایزی ګټلی.
هندۍ کرکټ ملي لوبډلې نن نیوزیلینډ ته سر په سر په ۳مه لوبه کی هم په ۷ ویکټو ماتې ورکړه چې سر په سر یی د ۵۰ اوریزه لوبو څلورم سیریز او ټولټال په ۱۱ وروستیو سیریزونو کې ۱۰م سیریز وګاټه.